اجتماعی

پښتانه او بلوڅان نه بیلیدونکي ورونه دي

د وږی یا سنبلې نهمه د پښتنو او بلوڅو ورونو قومونو د پیوستون ورځ ده او له کلونو کلونو را په دیخوا دغه ورځ هرکال په یو ډول نه یوډول په یو لړ مراسموسره په هیواد کې نمانځل کیږي.

شاه محمود درویش

د وږی یا سنبلې نهمه د پښتنو او بلوڅو ورونو قومونو د پیوستون ورځ ده او له کلونو کلونو را په دیخوا دغه ورځ هرکال په یو ډول نه یوډول په یو لړ مراسموسره په هیواد کې نمانځل کیږي، البته حقیقت بیا دادی چې پښتانه او بلوڅ پتمن قومونه هم دنړی د نورو ولسونو په شان د خود ارادیت حق لری، خو له بده مرغه نن وینو چې  پښتانه او بلوڅ ورونه د یو لړ بې معنی لاملونو او تورونو له امله په ډیرو بدو حالاتو کې  ژوند کوي، په داسی حال کې چې دوئ حق لری په سوله ییزه فضا کې مصئون ژوند وکړي، خو په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایو چې له دغې هوساینې څخه بې برخې دي، چې په دې اړوند دنظرخاوندانو اوځینو قدرمنوڅیړندویانو په لیکنو کې هم ځینو ټـکو ته دا ډول اشاره شویده : « که د بلوچستان مسئالې ته له تاریخي نظره پام وکړو، دوه ټکي ډیر په کې د توجه وړ دي، لومړی ددې سیمې د اوسیدونکیو(پښتنو او بلوڅو) حقوق تر پښو لاندې شوي دي او نور ځواکونو دوئ محروم ساتلي دي. دوهم د هر مهال له پاره دغه سیمه(بلوچستان) د لویو ځواکونواومهمو سیمه ییزو اونړیوالوځواکونو له پاره ارزښتنناکه ثابته شوې ده، د بلوچستان اوسنۍ ستونزه هم اصلاً د همدغه تاریخي بهیر یوه کړۍ ده، چې دواړه لاملونه دا اوس هم په کې ونډه لري؛ پښتانه او بلوڅ په دې مشخصه جغرافیا کې زرګونه کاله د یواوبل تر څنګ ژوند کوي، سره له دې چې دغه دواړه بیل قومونه دي خو د وروڼو په څیر یې د پیړیو په اوږدو کې په سوله کې ژوند کړی دی، له وړکیو لانجو پرته چې په یوه قوم کې دننه هم پیښیږي د دغو دوو وروڼو قومونو ترمنځ اړیکې د تاریخ په اوږدو کې ډیرې بیلګه ییزې دي که ووایو چې د دواړو برخلیک شریک او سره تړلی دی مبالغه نه ده او تاریخ دغه واقعیت ثابتوي. په نني بلوچستان کې چې د پاکستان ترټولو ستر ایالت دی، ۴۳ سلنه پښتانه اوسیږي، خو د بلوڅو او پښتنو اصلي ستونزه داده چې د نورو له خوا ددوئ پر هویت او شتمنیو ګونډې وهل شوي، همدغه مثال ښيي چې لږ تر لږه پښتنو له بلوڅو سره خپله ورورګلوي پللې ده. دا اوس چې په بلوچستان کې په هر نامه د پاکستان د حکومتي نظام پر خلاف مخالفتونه روان دي اصلي سرچینه یې همدغه محرومیت دی چې نن یې د بلوچستان ټول اوسیدونکي احساسوي، یو ساری یې ددې ولایت له شتمنیو په تیره له غازو او ګوادر بندر څخه د لازمې ونډې نه درلودل دي. د پاکستان چارواکي اصلي ستونزې ته د پام پرځاي تل پر فرعي مسایلو زیات مصروف پاتې شوي دي، هند له پاکستان سره تاریخي اختلاف لري، د کشمیر او د اوبو د سرچینو پر سر دغه اختلاف ډیر ژور او ستراتیژیک دی، په دې کې شک نشته چې هند به د پاکستان له کمزوریو څخه ګټه اوچتوي چې یوه یې د بلوچستان مساله ده. د بلوچستان مساله تاریخي ریښه لري، بلوچستان په طبیعي ډول له پاکستان سره نه دی یو ځای شوی، د پاکستان او هند د بیلتون پر مهال د قلات ریاست خپلواک ‌‌ؤ، وروسته سیاسي حربو له پاکستان سره وتاړه چې اوس (دلندو خټو لږ اوبه دارو دي) په مصداق هر وخت پاکستان ته د بحران او سرخوږۍ یو سبب ګرخیدلی دی. دوهم ټکی چې نه پر هغو د اسلام اباد واکمن ډیر فکر کوي او نه هم د بلوچستان اوسیدونکي، هغه د بلوچستان موقعیت او طبیعی زیرمې دي، بلوچستان په تیرو پیړیو کې د هند د دروازې په نامه شهرت لري، لوی تالانګر که له ختیځه د لویدیز په لور وتلي او که له لویدیزه د ختیځ په لور پر بلوچستان یې لاره وه، مکران، او بولان د تاریخي لارو په توګه د تاریخي تمدنونو آثار لري. اوس یو ځل بیا د وخت د لویو ځواکونو پام له همدې لامله بلوچستان ته ور اوښتی، ګوادر بندر چې په رغاونه کې یې چین له پاکستان سره مرسته وکړه او اوس یې د پنځوس کلونو له پاره له چین سره قرارداد شوی … دا مساله هم ځینو لویو ځواکونو ته د زغم وړ نه ده، ځکه چې د هغوئ ځینې موخې او ګټې ګواښي، بناً په دې ستره لوبه کې د سیمې اوسیدوکی(پښتانه او بلوڅان) یوازې هغه مهال د ښې راتلونکې خاوندان کیدای شي چې دې مسایلو ته په خلاصو سترګو وګوري، د خپلې راتلونکې په اړه د نورو بیلابیلو لوریو د لویو موخو ښکار نشي، بلکې د خپل هویت او ملي ګټو له پاره سره متحد شي. که د بلوڅو د آزادۍ غورځنګ او پوځ او نور خوځښتونه یوازې د بحران زیږولو او یا د څو تنو او یا ډلو د ګټو پر اهدافو متمرکز شي دا به یې هغه تاریخي ستونزې حل نکړای شي چې دوئ ورسره لاس او ګریوان دي. د بلوچستان، پښتنو او بلوڅو مشرتابه او سیاسي حرکتونو ته په کار دي چې د وخت د سترې لوبې کرغیړن اړخونه ښه وپیژني او د هغو د کوم لوري د لاس آله نشي، دوئ باید خپلې مبارزې پر دې متمرکزې کړي چې د بلوچستان له شتمنیو خپله مناسبه ونډه تر لاسه کړي، د خپلو ارزښتونو او هویت په رڼا کې د پرمختګ لارې او لوري انتخاب کړي. دوئ دا حق لري چې له خپلې خاورې او شتمنیو نه ګټه واخلي، حق لري چې خپلواک واوسي، حق لري خپل ملي دودونه او هویت وساتي، خپل ارزښتونه وساتي، خو باید ډیر هوښیار وي چې د پردیو د سپیرو موخو ښکار نشي…»په دی هیله چې پښتانه او بلوڅ ورونه دخپلو پلرونو او نیکونوپه څيرنن هم یو بل ته سره لاسونه ورکړی، خپل ملی یووالی لاپسی پیاوړی کړی او دمکار دښمن له لومو څخه خپل ځانونه او راتلونکی نسل و ژغوري او په بشپړې هوښيارۍ او سیاسي درایت او پوهې سره خپل روا حقونه ترلاسه کړي .همداراز په کارده چې د غه درانه قومونه د علمي او ملي سیاست له لارې د خپلو ملي موخو د لاسته راوړلو لپاره د عصر مطابق خپلې سپیڅلې مبارزې پرمخ یوسي، خپل راتلونکي نسلونه په هراړخیز ډول په علم او پوهې سمبال کړي ترهغه چې خپلو ملي سپیڅلو هیلو او موخو ته ورسیږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *