افغانستان

سوداګرۍ خونه: ترکي سوداګر د پانګونې لپاره افغانستان ته راځي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې وايي چې په نږدې راتلوونکي کې به ځينې ترکي پانګوال افغانستان ته سفر وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې وايي چې په نږدې راتلوونکي کې به ځينې ترکي پانګوال افغانستان ته سفر وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند د ترکیې له سفر تر راستنېدو وروسته وايي، ترکي پانګوال به په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته راشي او د سړک جوړولو، برېښنا، کرنې، صنعت او کانونو په ګډون به په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست څرګنده کړه  :

«په راتلوونکو څو میاشتو کې به افغانستان ته سفر وکړي او د افغانستان له چارواکو سره له نږدې ګوري او د وزارتونو له خوا ورته د افغانستان د فرصتونو په هکله پرزنټېشنونه وړاندې کېږي او وروسته په بشپړه توګه یو پرزنټېشن به د اقتصادي معاونیت له خوا وړاندې شي.»

محمد یونس مهمند زیاتوي، په پام کې ده چې د روان کال د سپټمبر په ۱۸مه، ترکیه کې یو نندارتون هم پرانیستل شي چې افغان سوداګر به هم په‌کې ګډون وکړي.

بلخوا د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا وايي، د پانګونې د جلب لپاره لازمه ده چې اسلامي امارت پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي او نړۍواله ټولنه هم بانکي محدودیتونه او بهر ته د پیسو د لېږد په برخه کې محدودیتونه له منځه یوسي.

د اقتصادي چارو شنوونکی احمد حامد احمدي په دې هکله وايي:«ډېری ملي پانګوال همدا اوس د سیمې له هېوادونو سره په راکړه ورکړه کې له ستونزو سره مخ دي ډېرې پیسې یې په بانکونو کې بندې دي، نه شي کولای چې استفاده یې کړي او همدا ډول د سیمې هېوادونو سره چې راکړه ورکړه لري په اسانۍ نورو هېوادونو ته خپلې پیسې ولېږدوي او اومه توکي وارد کړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یو غړی بیا وايي، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د راکړې ورکړې د ودې لپاره باید د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه سوداګریزه خونه جوړه او د هوايي دهلیزونو له لارې پروازونه پېل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«دا نه یوازې د ترکیې او افغانستان ترمنځ په سوداګریزو اړیکو او په ټرانزیټي کې اسانتیاوې رامنځته کوي، تجارت زیاتوي د پانګونې جلب کېږي،  په هر هېواد کې ټول خنډونه چې له حقوقي پلوه او ځینې نورې ستونزې چې د سوداګرو ترمنځ رامنځته کېږي دا هر څه د خونو له لارې حل کېږي.»

سوداګر محبوب الله محمدي وايي:«د افغانستان په کانونو کې د ګډې پانګونې د هوکړه لیک، دننه په افغانستان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لاندې د ټکنالوژۍ زیاتوالی او په پای کې تر ټولو مهم ګام د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره د اقتصادي فعالیتونو پراختیا.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړ شوی معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د راکړې ورکړې کچه ۲۸ مېلیون ډالرو ته رسېږي چې یوازې ۵ مېلیونه ډالر یې له صادراتو لاس ته راځي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *