افغانستان

په کابل کې د والېبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پيل شوې

په کابل کې د والېبال غوره لیګ درېیم پړاو سيالۍ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والېبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د اتو لوبډلو په ګډون پيل شوې دي.

په ‏کابل کې د والېبال غوره لیګ درېیم پړاو سيالۍ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والېبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د اتو لوبډلو په ګډون پيل شوې دي. د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست، پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته، د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ویلې دي: موږ تل کوشش کوو چې د ورزش د ټولو برخو لوبغاړي د دې جوګه شي، ترڅو په نړیوالو ډګرونو کې ولوبېږي ‏او د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري.

ويل شوي چې په دغه غوره لیګ کې د ام البلاد، سپین غر، نښتر، پامیر، بالاحصار، بُست، هندوکش او نګیني هریوا لوبډلې په دوو ګروپونو کې چې په هر ګروپ کې ‏څلور/څلور لوبډلې برخه لري؛سیالي کوي.

د غوره ليګ لومړۍ لوبه د نګیني هریوا او بُست لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې بُست لوبډلې نګیني هریوا لوبډلې ته د ۳/۰ په توپیر ماتې ورکړې او لومړۍ بریا یې خپله کړې ده.

‏هېره دې نه وي چې د والېبال غوره لیګ درېیم پړاو سيالۍ اته ورځې به دوام وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *