ډنمارک د هغو کسانوزنداني کولو پلان چمتو کوي، چې قرآن کریم ته اور اچوي
ډنمارک حکومت په عام محضر کې د قرآن کریم پر سوځولو د بندیز لګولو وړاندیز کړی. ډنمارک حکومت دا وړاندیز د قرآن کریم سوځولو له پېښو وروسته په یو شمېر هېوادونو کې دا ډول پېښو ته له غبرګون وروسته کوي.
ډنمارک حکومت په عام محضر کې د قرآن کریم پر سوځولو د بندیز لګولو وړاندیز کړی. ډنمارک حکومت دا وړاندیز د قرآن کریم سوځولو له پېښو وروسته په یو شمېر هېوادونو کې دا ډول پېښو ته له غبرګون وروسته کوي.
د ډنمارک انصاف وزیر پېټر هیومیلګارډ وايي، د دې ډول پېښو له کبله ډنمارک ته زیان رسېږي او ډنمارک د خلکو خوندیتوب له خطر سره مخامېږي.
د ډنمارک ښي اړخه مرکزپال حکومت وايي، غواړي نړۍ ته یوه پیغام ورکړي.
د ډنمارک جېکب ایلیمان په دې هکله وايي: ‹›دا زموږ د ولسواکۍ لپاره د بنسټ ډبره ده، چې خپل فکر او نظر بیان کړو. خو باید یاد ولرو چې چلن مو مناسب وي.››
نوموړي د قرآن کریم سوځولو پېښو ته په اشارې سره وویل، کله چې د داسې کړنو له کبله د امنیت او خوندیتوب پوښتنه مطرح کېږي، ډنمارک نه شي کولای لاس تر زنې کېني.
د انصاف وزیر ټینګار کوي، چې په قانون کې وړاندیز شوی بدلون به د فکر او نظر پر شفاهي او یا لیکلو هېڅ اغېز و نه کړي، نه به هم د دې قانون له مخې طنزیه کاریکاتورونه اغېزمن شي، خو په وینا یې د مذهبي لیکنو سوځول له کرکې او خلکو وېش له رامنځته کېدو پرته بل هېڅ هدف نه لري.
د دې پلان شوي قانون له مخې به هغه کسان جریمه کېږي او یا به تر دوو کلونو پورې زندان سزا ورکول کېږي، چې قرآن کریم یا بائبل سره نامناسب چلن وکړي.