افغانستان

د بلخ- حیرتان په لويه لاره د یوه جومات د جوړولو ډبره کېښودل سوه

د سې شنبې په ورځ وروسته له غرمې د بلخ- حیرتان په لویه لاره د حیرتان د شهیدانو تر نامه لاندي د یوه جومات د بنسټ ډبره د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا له لوري کېښودل سوه، چې پر مهال یې د بلخ مرافعه محکمې رئیس مولوي محمدګلاب فاروقي، د بلخ د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي جان محمد حکمت، د بلخ د عدلیې رئیس مولوي امرالله مصلح، د بلخ د سوداګرۍ او پانګوني  خوني رئیس اسدالله اسدي، د بلخ د برېښنا رئیس مولوي سردار ولي ثاقب، د صنعت او سوداګرۍ رئیس قاري امیر محمد متقي او یوشمېر ملي سوداګرو ځوانان او ولسي خلکو ګډون درلود.

د یادو مراسمو په پیل کې د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا صاحب لومړی له ټولو ملي سوداګرو څخه ځانګړې مننه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د شل کلنې مبارزې د ګومنامو اتلانو شهیدانو یادوني په پار یې یاد جومات جوړولو ته اراده وکړه، ښاغلي حاجي وفا د شهیدانو اتلولۍ او مبارزې څخه ستاینه وکړه او وویل، چې همدا اتلان وو، چې په سنګرونو کې به د خپلې خاورې او د خپلواکۍ راوستلو لپاره خپل ځانونه قرباني کړل او ددوی میړانه به تاریخ هیڅ کله هم هېر نه کړي او ددغو شهیدانو مجاهدینو د قربانیو او سرښندنو برکت دی، چې د افغانستان ټول وګړي په یوه ارامه او سولیزه فضاء کې ژوند کوي.

په وروستيو کي د بلخ ولايت د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس اسدالله اسدي وویل، دغه جومات د حق لاري شهيدانو د یادونې په پار جوړېږي، چې پر یاد جومات به یولک او پنځوس زره ډالره لګښت راسي او دا لګښت یې د بلخ ملي سوداګرو لخوا ورکول کېږي، ښاغلي اسدي زیاته کړه چې دغه جومات د پنځه جريبه په مساحت په معیاري ډول جوړېږي، چې د جوړولو چاري به یې اتلس میاشتې دوام وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *