د ورېښمو لارې نړیوال کلتوري ترانزیتي نندارتون جوړ شو!
د پانګونې د ودې او له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د حکومت د لوړ پوړو دولتي چارواکو په ګډون د لویې جرګې په خیمه کې د ورېښمو لارې نړیوال کلتوري ترانزیتي نندارتون جوړ شو.
د پانګونې د ودې او له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د حکومت د لوړ پوړو دولتي چارواکو په ګډون د لویې جرګې په خیمه کې د ورېښمو لارې نړیوال کلتوري ترانزیتي نندارتون جوړ شو.
په یاد نندارتون کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وویل چې، کابل ښاروالي د هېواد د اقتصادي ودې په موخه ژمنتیا لري چې، پانګوالو او خصوصي سکټور ته غوره زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالي هڅه کوي، څو په خپلو ټولو پروژو کې د هېواد له داخلي تولیداتو څخه ګټه پورته کړي.
ښاغلي سجستاني وویل چې، خصوصي سکټور ته د زمینې په برابرولو سره کولای شو په ودانیزو او ټولګټو پروژو کې د دوی له غوره تجربو کار واخلو. نوموړي وويل هغه پانګوالو او متشبثینو ته چې، له هېواد بهر دي په خطاب کې وویل چې، اوس د دې وخت را رسېدلی څو، خپل هېواد ته را ستانه شي او په خپله خاوره کې پانګونه وکړي. د نوموړي په وینا حکومت به له دوی بشپړ ملاتړ وکړي.
په دې نندارتون کې له داخلي او بهرنیو تولیداتو څخه ۳۰۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوې دي؛ چې یوه یې د کابل ښاروالۍ اړوند ده او په هغه کې د کابل ښاروالۍ د تېږو د تولید فابریکې تولیدات او یو شمېر اشتهارات چې، د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو څرګندونه کوي، نندارې ته وړاندې شوي دي. د یادونې وړ ده چې یاد نندارتون به درې ورځې دوام ومومي.