اجتماعی

اوبه  دهر چا حق

نن سبا چې  دچاپیریال له بدلونه هوا په ګرمیدو او زموږ دهیوادپه ډېرو ځایوکی په تیره بیا په هغو مځکو کې  چې  موږته  یی دالله ج له مهربانی نورنعمتونه لکه غلی دانی اورنګ رنګ میوی .

محمد صادق (رحمانی)

نن سبا چې  دچاپیریال له بدلونه هوا په ګرمیدو او زموږ دهیوادپه ډېرو ځایوکی په تیره بیا په هغو مځکو کې  چې  موږته  یی دالله ج له مهربانی نورنعمتونه لکه غلی دانی اورنګ رنګ میوی .لا د رمو ګلو  لپاره دڅړ پراخه  شنه دښتونه او د ونو ډک غرونه راکړی وه  اوس هلته اوبه دا دژوند الاهی ډالی  مخ په وچې دو اوورکېدو ده، لویه بدی داده چې  موږ د خپل ملک داوبو په مدیریت کې دومره ځند کړی چې  نور نو داقلیم یا ښه ووایم دهوا دبیا ښه والی لپاره په پراخه لاس  د ونو کښینولو حق اومجال هم نه لرو ،  ځکه هغه هم اوبه غواړی ،  تنده  دومره رانژدی ده که ویښ وجدان ولرو کله چې  د خپلی کوټی  یوازنی ګلدان ته په ګیلاس  خوږی اوبه ورکوو هرومرو به مو په خپل ګاونډ کې دوړو هلکانو او انجونو ډبی په لاس د اوبو موندلو لپاره په کوڅو او دکورو په ورو کې لا لهانده ترمخه تیریږی ، که چې ری دا حال مو خپه نه کړی  نو پڅ وجدان بیا څه ته وایی . هو ! خپه نه سی د اوبو په برخه کې دمسلکې  پوهانو له وړاندوینی  ښکاری لنډ اوګنډ په راتلونکی نژدی دری څلورو کالو کې له ډیرو ولایتو  زموږ وطنداران خپلی اوسنی مینی یا دنیکه ګانو ورپاته باغونه ، مځکی او کورونه یوازی داوبو له ورکیدو په تښته پریږدی الله دی نه کړی . الحمدلله چې  مسلمانان یو دادی دالله ج د رحم  په هیلی تر دی دمه له دی لوی ناورینه  لار ورکی اواندیښمن نه یو ،خوددی مانا دا نه ده  چې  هيڅ به نه کوو ، موږ عقل لرونکی دنده لرو، چې  هم ځانته او هم نورو ژوندو(څارویو،مرغانو او بټو ) ته لا خپل راتلونکی نسل ته داوبو او ښه ژوند سریښته وکړو ، اوس که ستا سو پوښتنه دا وی چې  دا درند کارڅنګه کیدایسی   ؟ زه نو لږ تر لږه شپیته کاله کیږی چې  دکرهڼی ،بڼداری په ټوله کې داوبو سره نژدی بوختیا  لرم ،تر هغه ځایه چې  را په زړه دی ،  دشپږو لسیزو  په اوږدو کې ، اوبه کال په کال لږ سوی خوبیا ډیری سوی نه دی ،په دی لږوالی حکومتونه پوهیدل خو څه یی ونه کړه ،دادی حال تر دی ځایه  را ورسیدی چې  ملت او دولت  دخپله لاسه دلوی خطر خبری کوی .زه نوکه  دیوی خوا  دپوهانو اوسنی څرګندونی د چاپیریال له بدلونه علمی او دپام وړ  بولم، مګردبلی خوا  دحکومت تر سیوری لاندی په ځانګړی ډول دڅلویښت کاله جنګ په اوږدو کې  دټول هیواد دښتی په نا قانونه ډول  زورواکو دځانه کړی  بیا دغو  پراخو مځکو لرونکو دتکنالوژی مانا ماشینانو او شمسی ښیښو په مرسته به وړیا توګه د مځکی دزړه اوبه دا دټولو وګړوګده سرمایه بیله دی چې  دولت یا ملت یی غلا وګڼی  دخپل وس او توان په انډول هر مځکی والا  را و ایستلی او په خپل ګټه یی  له اوبو پیسی جوړی کړی ، بس همدا ناوړه کار چې  دحکومتواو پیسولرونکوپټه اړیکه ،او خیانت ثابتوی زموږمځکه  داوبو خالی کړه ، ددی لپاره چې  دا پاته اوبه یوازی د څښلو لپاره دومره کار وکړی څوامارت دهیواد په ځینو اړینو ځایو کې داوبوډمونه جوړکړی نو په زغرده باید وویم :  نور وخت نه لرو ! لنډ سبا   داوبو پر مافییا  مانا پرغټو او وړومځکو والاو ،حمام لرونکو ، موټرانو مینځنکو ، دمعدنی اوبو خرڅونکو  او نور چې  له قلمه پاته دی تریوه ټاکلی تاریخه پرټولو  برمو  دمیټر نصبولو کارپیل او اوبه د انسانانو د ژوندی پاته کیدو لپاره ترمدیریت  لاندی را ویستل سی  ، زه دیوه مځکی والا په صفت په دی پوهیږم چې  نن سبا په سلو کې (۸۰) برخی د ټول ملک اوبه یوازی په سلو کې پینځه نفره دلویو او کوچنی  کښتو لرونکی ،دمعدنی اوبو  ،دحمامو او دموټرمینځلو کاروباریان دځان په ګټه  په پیسو بدلوی ، او نوری پاته شل برخی د ټول افغانستان اوبه  د (څلوردیریش )ملیونو انسانانو لپاره دغښتلو څښونکو له پامه لیری پا ته دی ، خدای مه کړه که دا وچکالی همداسی اوږده سی د  ملیونو انسانانو داوبو حق هم دوچې دو او ورکیدو په حال کې دی  اوس چې  د اوبولوی دریابی  چښونکی څرګنده سوه ، تاسوبه بیا  ووایاست  کښت کونکی  داوبو لومړی درجه حقداره دی ، ځکه بی کښته ملک به دبلی ناوړی  سره مخ سی ، لکه دمخه چې  می وویل زه خپله مځکی والا یم داسی به هیڅکله نه کیږی لومړی خو باور لرم چې   زموږ ملک په همدی وچکالی کې د لږو اورښتو سره سره  د دوه سوه ملیونو انسانانو لپاره خوږی اوبه لرلای سی  خوددی نعمت  لاس ته راوړل دسروزرو دموندلو په څیردرند کار ، ځانګړی پوهه او مدیریت غواړی   کوم چې  تر اوسه موږ هیڅ هم ندی کړی  ، دوهم : زما ښه  په یاد دی  ، کله چې   اوبه ډیری اوله روده ترمځکی ولی ډکې راتلی ما  او زما په څیر نورو دخپلی مځکی لویه برخه مانا  په سوو جریبه کرل،  چې  ددی ډول پراخی کرهڼی ستړیا ډیره  دغلی دانی کیفیت کښته او اندازه یی هم دکرل سوی مځکی په انډول ډیره لږ وه ، کله چې   دیرش کاله دمخه د رود وړیا اوبه وچې  زه او نور دواټرپمپ اوبو ته اړ سوو ما دشلو انچو اوبو پرځای د واتر پمپ  دری انچه اوبه هغه هم د ډیرو تیلوپه بیه دخپلی مځکی لپاره درلودی ، دلته نو له ناچاره دی ته اړ سوم څو دخپلی مځکی پینځمه خو ښه برخه دکرلو لپاره اوبه او شیدیاره کړم ، د مځکی لږوالی دښه کار کولو وخت راکړ  باوربه ونه کړی که ووایم چې  ما په لږاوبو اولږ مځکی دری برابره حاصل تر لاسه کړ، دلته پوه سوم چې  هغه مځکه هیڅکله دکرلواو اوبولو وړ نده چې  دپاشلی تخم ، کودو او زیار په اندازه  حاصل نه ورکوی ،  پنځلس کاله وروسته مطلب له اوسه څلور کاله دمخه  بیا اوبه کښته دمځکی تل ته ولاړی،  کومی اوبه چې  ما له  اویا متره  په واټرپمپ را استلی هغه تر دوه انچه ډیری نه وی ،دلته می بیا د تیرازمایښت په مرسته د پخوانی  پینځمی برخی ډبرینه  مځکه له کرلو پریښوله ، مانا داځلی ما دخپلی ټولی مځکی شپږمه برخه وکرل ، بیا هم دغه لږ مځکی د پینځوس  جریبه مځکی په انډول غنم وکړه ، کله چې  د واټرپمپ ځای لمریزو ښیښو ونیوی موږ وږو یا ښه ووایم دمځکو خاوندانوته بیا وړیا اوبه  په لاس ورغلی  دبی قیمته اوبو په لرولو موږ  مځکه ورځ تربلی  ِغټه اوډیره کړه (شهر ناپرسان )دی ته وایی دسرکاری دښتو لاندی کول او په دی انډول داوبودبرمو ډیرول په ورځنی دود او سیالی واوښت ،هیچا پوښتنه نه کول ، لا د ډیرو له خولی می اوریدل  چې  وایی : دا دلمر ښیښی  دفرنګی هیرانونکی کمال دی ، لومړی خو دسلو مترو لاندی اوبه ټوله ورځ بیله ځنده راباسی اوبل ښه والی یی دادی چې  هیڅ مصرف اوورانی  نه لری،  که په دی انډول دمځکوخاوندانو ته مفتی اوبه ورسیږی موږټول د ا ډول اوبه  مباح  او ګټه یی حلاله ګڼو، ، پوهیږم چې  دډیرو به زما ویل خوښ نه وی خو وایم : هر څه چې  ژر کیدایسی  پر ټولو وړو اوِغټو برمو له ښارو بیا تر لیرو سیمواو بانډو  میټر نصب  د  اصراف دمخ نیوی لپاره هر مترمکعب  اوبو ته قیمت وټاکی دا غوښتنه ما د تیر حکومته  کړی وه ، داچې  بی امنیی وه هیڅ کار کیدونکی نه وو هغه کار چې  لس کاله دمخه یی سرته رسول واجب وه وی نه کړ،  دادی له یوه جل وهلی  افغانستان  سره مخ یو ،په ولایتوکی دخپلو کورو او مځکو کډه کیدل پیل سوی ،که پورته کار مانا داوبو کنترول  ونه سی لومړی به مو دا شته اوبه  ژر وچې  شی ، دوهم به په لنډو کې داوبو موندلو لپاره تخنیکی اومالی پانګه ونه لرو، هیله کوم په اوږدو مشورو وخت تیر نه کړی  ژر داوبو له قیمته پیسی ټولی اودا دټول ملت امانت یوازی او یوازی داوبو پر زیرمو ولګوی همدارنګه ، له ټولو هیواد والو په ډیر درنښت هیله کوم  ترهغه چې  دامارت لاس ترخپلی  خولی رسیږی ، هر ورور او خور  که داوبو دزیرمو او سپما په هکله لږ یا ډیر دخپل  کیلی اوسیمی تر وړتیا او اړتیا  پوهیږی  لومړی خپله  پوهه اوخیال له کیلوالو سره اوبیا  دټول کیلی غوښتنه دامارت له نژدی چارواکو سره شریکه کړی داچې   انسانان دژوند په اوږدو کې دخپل یوالی او هوډ له برکته  درنو ستونزو ته دحل لاری موندلی موږ هم انشا الله دمهربانه الله ج له کرمه بریالی کیږو .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *