افغانستان

دهرات – خواف رېل پټلۍ پروژې د لاپراختیا هوکړه وشوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او د سفارت له سرپرست حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره وکتل.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او د سفارت له سرپرست حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د دواړه هېوادونو ترمنځ د ریلي همکاریو په پراختیا ټینګار وشو او دواړه لوریو د خواف ـ هرات ۳مې ټوټې له لارې د انتقالاتو په پیل خوښي وښوده او څرګنده یې کړه، چې باید دواړه لوري هڅه وکړي چې له یاد مسیر څخه انتقالات دوامداره شي او یاده پروژه تر هرات ښار پورې ورسېږي.

په دغه ناسته کې همدارنګه ښاغلي شرافت ایراني لوري ته څرګنده کړه، چې د خوړو نړیوال سازمان دلچسپي لري، چې د خپلو انتقالاتو یوه برخه د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته وارد کړي، په همدې موخه اړتیا ده، چې د یاد سازمان، افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او ایراني لوري ترمنځ ګډه ناسته ترسره شي.

په ورته وخت کې ایراني لوري د دې وړانديز هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې یاد سازمان سره به ګډه ناسته کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *