اجتماعی

د بزګرانو د ملاتړ په موخه هر اقدام د قدر وړ دی

دې ټکي ته مو باید پام وي چې د ګران افغانستان کابو اتیا سلنه خلک په ټولیزه توګه پرکرنیزو چارو بوخت دي، خو داوبو، سربندونو، کانالونو اوپرمختللو کرنیزو وسایلو دکموالي له امله تردې دمه نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه دا هېواد پرځان بسیاکړي، بناءً ددې لپاره چې دهېواد په سلو کې کابو اتیا سلنه خلک دکرنی،

شاه محمود درویش

دې ټکي ته مو باید پام وي چې د ګران افغانستان کابو اتیا سلنه خلک په ټولیزه توګه پرکرنیزو چارو بوخت دي، خو داوبو، سربندونو، کانالونو اوپرمختللو کرنیزو وسایلو دکموالي له امله تردې دمه نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه دا هېواد پرځان بسیاکړي، بناءً ددې لپاره چې دهېواد په سلو کې کابو اتیا سلنه خلک دکرنی، مالداری او بڼوالی په چارو بوخت دی، نوپه کارده چې ددغه بهیر ودی اوپراختیا ته باید  ډیره پاملرنه وشی ځکه چې په هېواد کې د کرنې او بڼوالۍ  بهیر پراختیا یولومړیتوب دی او د افغانستان اسلامی امارت د مسئولو ارګانونو له لوری باید دهېواد په مرکز او ولایتونوکی قدرمن بڼوالو اوبزګرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کې د ډول ډول میوه لرونکو نیالګیو، اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سری مرستی وشی ترهغه چې له امله یی  دوئ له خپلی کرکیلی څخه پریمانه حاصلات، غلې او دانې ترلاسه کړی چې له امله یې د دوئ د اړتیاوو د پوره کېدلو ترڅنګ په هېواد کې هم غلې دانې او ډول ډول با کیفیته تازه میوې پریمانه شی او په مناسبو وختونو کې د ګران هېواد له ښارونو بهر د بهرنیو هېوادونو مارکیټونو ته هم وړاندې شي، ترهغه چې له امله یې د قدرمنو بڼوالو او بزګرانو د اقتصادی بډاینې ترڅنګ د هېواد په اقتصادي وده کې هم مثبتې اغیزې پرځای پریږدي، بناءً د افغانستان اسلامي امارت د لومړیتوبونو پراساس اړینه ده چې په ټولیزه توګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر قدرمنو کروندګرو په مناسبو وختونو کې اصلاح شوی تخمونه، کیمیاوی سری اولازم وسایل د اړوندو مسئولو مراجعو له لوری وویشل شی، ځکه چې له قدرمنو بزګرانو سره هررازمرسته او د دوی ملاتړ ددی سبب کېږی چې  په ټولیزه توګه د هېواد کرنیز سکتور وده او پراختیا وکړي.

البته دې تکي ته موهم باید پام وي چې ګران افغانستان دخپل ښه جغرافیایي موقعیت اودخدای (ج) ورکړیو ډول ډول کاني زیرمو د موجودیت ترڅنګ دپریمانه طبیعي اوبو دشتون اود یوښه بشری ځواک د درلودو له پلوه له شک پرته چې بډایه هېواد دی او په دې برخه کې دلازمو امکاناتو د نه شتون  له کبله دهېواد بزګران، بڼوال او مالدارله یولړ ستونزو سره مخامخ دي چې ددغې برخې د پرمختګ او غوړیدا له پاره دقدرمنو سو داګرو او پانګه والو هراړخیزې پانګونې ته ډیره اړتیا لیدل کېږي اوپه دې برخه کې د افغانستان اسلامی امارت او ښاغلو پانګوالو پاملرنه حتمي او ضروري ده، دیادونی وړده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچېنو په حواله د کرنــې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مســئولينو ويلي: د کرنې او مالدارۍ لــه خونې سره د همکارۍ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پراساس به په ګډه د کرنې او کرنيــزو محصولاتو دپرمختګ او بــازار موندنې لپاره کار وکړي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست زیاته کړې، د کرنې په برخه کې لومړيتــوب بايد دا وي چــې د هيواد بزګرانــو ته اصلاح شــوي تخمونه ورکــړل شي او په دې برخه کې عملي ګامونه پورته شي.(( ياد وزارت پر داسې طرحې کار کوي چې لــه بزګرانو څخه د دوی محصولات په مناســبه بيه وپېري او بېرته یې د اړتيا په صورت کې پر خپلو خلکو او بزګرانو په ارزانه بيه وپلوري.))د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال په همدې مناســبت جوړې شــوې غونــډې ته ويــلي، چې د کرنې او مالدارۍ خونه اوس په ۱۶ ولايتونو کې مرکزونه لري، خو د کرنې وزارت پلان لري، چې د دوی مرکزونه په ۳۴ ولايتونــو کــې خــلاص کــړي.((د دغــه هوکــړه ليــک د لاســليکولو يوازنــۍ هــدف د کرنــې د پرمختــګ پــه برخــه کــې د کرنــې وزارت او دکرنــې او مالــدارۍ خونــې تــر منــځ همــکاري ده. مــوږ بــه د دوی ســتونزو تــه رســېدنه کــوو او دوی بــه هڅــه کــوي چــې د کرنــې وزارت پــه همــکارۍ د هيــواد بزګرانــو او محصولاتــو ته یې رسیدنه وکــړي.)) همدارنګــه د کرنــې او مالــدارۍ خونــې عمليــاتي رئيــس د يــاد هوکــړه ليــک پــه اړه ويــلي، چــې دغــه هوکــړه ليــک تــر ډېــره پــه هيــواد کــې د بزګرانــو ســتونزو تــه رســېدنه او د دوی محصولاتــو تــه پــه کــور دننــه او بهــر بــازار موندنــه ده.(( زمــوږ هــدف دا دی، چــې دهېواد کرنیزمحصــولات پروســس او د هغــو بســته بنــدي کولــو تــه زمينــه برابــره کــړو، څــو ښــه بــازار ورتــه پيــدا شي او همدارنګــه هڅــه کــوو چــې د هېــواد بزګرانــو تــه پــه مختلفــو برخــو کې روزنــه ورکــړو او مختلــف ســمينارونه برابــر کــړو.))

له شک پرته چې په هېواد کې د کرنیزسکتور د ودې، دکروندګرو ملاتړ او دوی ته د آسانتیاوو د برابرولو په موخه هر اقدام د قدر وړ دی، ددې ترڅنګ په ټولیزه توګه په هېواد کې د کرنیز بهیر پراختیا او مدرنیزه کول په حقیقت کې یو لومړیتوب دی او د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او اړوند مسئول چارواکي هم دهېواد د کرنې د پراختیا او مدرنیزه کولو په برخه کې باید لازم پروګرامونه طرحه اوپلی کړی اوپه دی موخه د کورنیو پانګه والو ترڅنګ د نړۍ دمرستندویو هېوادونو(په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونو) او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم راجلب او د یوسالم او منظم پروګرام له مخې یې دهېواد دکرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ دچارو په پراختیا او مدرنیزه کولو او په هېواد کې دموجودو اوبو دښه مدیریت کولو پرچارو ولګوی چې پرمټ یې له یوې خوا دخلکو دبوختیا اوله بلې خوا دهېواد د اقتصاد د پرمختګ له پاره هر اړخیزه زمینه برابره شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *