افغانستان

ذبیح الله مجاهد کندهار کې د دولتي ادارو ویاندویانو ته: له رسنیو سره ښه همغږي ولرئ  پر وخت او کره معلومات ورکړئ

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دولتي ادارو له ویاندویانو سره مشورتي او د همږغۍ ناسته ترسره شوه.

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دولتي ادارو له ویاندویانو سره مشورتي او د همږغۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني وی د امارتي ادارو ویاندویانو ګډون کړی و.

په دغه ناسته کې ذبیح الله مجاهد ویاندویانو ته  د معلوماتو د ورکړې په برخه کې هر اړخیزې سپارښتني او لارښوونې وکړې او زياته یې کړه، چې رسنیو ته پر وخت او کره معلومات ورکړئ، مسلکي مخته ولاړ شئ او له رسنیو سره ښه همغږي ولرئ.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني هم خبرې وکړې او د ویاندويانو پر مسلکي چلند او کره معلوماتو ورکولو یې ټينګار وکړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *