د کورنیو چارو وزارت د تفتيش عمومي رياست څخه راغلي پلاوي مشر الحاج مولوي حيات الله الهام او ور سره مل پلاوي د کابل والي الحاج ملا امین الله عبید سره غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې مولوي حیات الله الهام د کابل والي ته د خپل راتګ موخه بیان کړه او ویې ویل چې غواړي د یاد ولایت د اداري چارو د لاښه تنظیم لپاره د یاد ولایت مقام اړوندو اداراتو او مسوولینو سره غونډه ترسره کړي او دوی يې پر وړاندې مربوطه ستونزو ته د حل لار پیدا کړي چې دغه چاره به د اداراتو د سمونې او د منظم کار کولو سبب شي.
د کابل والي الحاج امین الله عبید راغلي هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې په تېره څه موده کې د کابل ولایت مقام او اړوندو ملکي او نظامي اداراتو په کارونو کې چټکتیا او پرمختګ راغلی او د چارو د ښه مدیریت او چټکتیا په اړه یې دوی ته ډاډ ورکړ.