جهان
يوه ښځه د زېلېنسکی د وژلو لپاره د توطیې په تړاو نیول شوې
د اوکرایین استخبارات وايي د ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وژلو لپاره یې د روسیې د توطیې په تړاو یوه ښځه نیولې ده.
د اوکرایین استخبارات وايي د ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وژلو لپاره یې د روسیې د توطیې په تړاو یوه ښځه نیولې ده. دوی وېیلي دې ښځې په جون میاشت کې سیلاب ځپلي مایکولایف ته د ښاغلي زېلېنسکي د سفر په درشل هڅه کړې چې د لیدنو کتنو د پروګرام په اړه یې مالومات ترلاسه کړي. اوکرایین معمولا هغه ځايي اوسېدونکي چې د روسیې ملاتړ کوي، مسکو ته د اطلاعاتو په ورکولو تورنوي. د اوکرایین ولسمشر تایید کړې چې د استخباراتو مشر یې په دې قضیه کې د یوه کس د نیول کېدو خبر ورکړی دی. روسیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي وېیلي. د اوکرایین د امنیتي خدماتو ادارې ‹اېسبيیو› یوه اعلامیه کې ویلي دغه ښځه یې روسانو ته د استخباراتي مالوماتو د ورکولو د هڅې پر مهال «لاس په لاس» نېولې ده.