افغانستان

د افغان – قزاق نندارتون، د افغاني تولیداتو لپاره د بازار موندنې غوره فرصت

دصنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکی وایي، هڅه کیږي چې دکابل او آستانې ترمنځ دسوداګرۍ کچه لوړه شي.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکی وایي، هڅه کیږي چې دکابل او آستانې ترمنځ دسوداګرۍ کچه لوړه شي.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دافغانستان او قزاقستان په سوداګریزې مجمع او دافغان – قزاق نندارتون په پرانېستې مراسمو کې ددغو دواړو هېوادونو دسوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. نورالدین عزیزي زیاته کړه، دسوداګریزو چارو دپراختیا لپاره هڅې کوي چې، ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهلیز فعال شي او همداراز سوداګرو ته دویزې ورکړې بهیر هم آسانه شي. نوموړي همداراز ددواړو هېوادونو دخصوصي سکټورونو ترمنځ دڅو هوکړو له لاسلیک کېدو هم خبر ورکړ.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي وايي: «دهوايي دهلیزونو جوړول، په دواړو هېوادونو کې ددواړو هېوادونو دبانکونو استازولیو پرانیستل، سوداګرو ته دویزې په ورکړه کې اسانتیاوې، دغونډو، نندارتونونو او دسوداګرۍ دتواصل کنفرانسونو جوړول مهم دي.» له دې سره سم، دهېواد بهرنیو چارو وزارت هم وايي، په هېواد کې دپانګونو لپاره فرصتونه برابر شوي او په وینا یې قزاقستاني پانګوال کولی شي دافغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي. دبهرنیو چارو وزارت داقتصادي اړیکو رئیس، شفیع اعظم وايي: «دقزاقستان حکومت ژمنه کړې چې له وچکالۍ سره دمبارزې داقلیم بدلون دچمتو والي په برخه کې چې ټول خلک داوبو له کمښت سره مخ دي، په راتلونکي کې همکاري کوي. موږ هیله من یو چې په دغو برخو کې تخنیکي مرسته وشي.»

په افغان – قزاق نندارتون کې یو شمېر ګډونوال افغان سوداګر وايي، په بهرنیو نندارتونونو کې په ګډون سره کولی شي خپلو صادراتي توکو ته ښه بازار موندنه وکړي. ګډون کوونکې مهربان وايي: «پرون دصنعت او سوداګرۍ له وزارت او سوداګرو سره قراردادونه او تړونونه وشول، زما په دا ډول نندارتونونه دښځینه و لپاره ډیر مهم دي.»دغالیو دټولنې رئیس، نوراحمد نوري وايي: «دافغانستان تولیدات  دلته نندارې ته اېښودل شوي دي او پرون دغالیو داوبدلو ۲۳ شرکتونو په دې نندارتون کې ګډون کړی دی.» په دې نندارتون کې څه باندې ۳۵۰ سوداګرو ګډون کړی او داګست تر پنځمې به دخلکو پرمخ پرانېستی وي. افغان سوداګرو هم ددغه نندارتون په اویاو غرفو کې خپل تولیدي توکي نندارې ته اېښي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *