افغانستان

د پاکستان په مرکزي برخو کې يو ځل بيا د افغانانو نيول او ځورول پیل شوي

له دوو ورځو راهيسې په اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو کې پاکستاني پوليسو سلګونه افغانان چې قانوني اسناد هم لري، له خپلو کورونو بيولي او يو شمېر يې د پيسو له ورکړې وروسته خوشې کړي دي.

له دوو ورځو راهيسې په اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو کې پاکستاني پوليسو سلګونه افغانان چې قانوني اسناد هم لري، له خپلو کورونو بيولي او يو شمېر يې د پيسو له ورکړې وروسته خوشې کړي دي.

د راولپنډۍ په منډيي موړ، بنګش کالونۍ، ترنول او د اسلام آباد په ايف ۱۷او ډي ۱۷ سکټورونو کې پوليسو په لارو و کوڅو کې د افغانانو پر نيولو سربېره د هغوی کورونو ته ورغلي، بد چلند يې کړی او د ټولو قانوني اسنادو په درلودلو سره يې افغانان له ځانه سره بېولي دي.

د يوه افغان له خوا په خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې پوليسو په ايف ۱۷ کې د خلکو کورونو ته پرته له قانوني اجازې ننوتي، په کورونو کې سامانونه ګډوډ کړي او پلټلي دي. په ويډيو کې ادعا کېږي چې پوليسوافغانان وهلي او مېرمنې او ماشومان يې ترهولي دي.

د اسلام آباد د ايف ۱۷ سکټور اوسېدونکی اميد (مستعار نوم) وايي چې د ترنول تهاڼې پوليسو د دوی د سيمې شاوخوا ۷۰ تنه افغانان داسې مهال بوولي چې قانوني اسناد (پاسپورټ، ويزې، د پوليسو رجسټريشن فورمه) يې له ځانه سره لرل. نوموړی زياتوي: «موږ يې ټول تهاڼې ته بوتلو، هلته يې راته نومونه په يوه سپين کاغذ کې وليکل او بيا يې څو ساعته کېنولو، پرته له دې چې زموږ اسناد چيک کړي، پیسې يې واخيستلې او راخوشې يې کړو».

اميد وايي چې پوليسو حتا د پاکستان الکټرونيکي ويزې نه پېژندلي او پرې نه پوهېدل څنګه يې چيک کړي. هغه وايي: «پوليسو ته هېڅ اسناد ارزښت نه لري، يوازې پیسې پېژني بس خلاص».

د راولپنډۍ د منډيي موړ اوسېدونکی ګل محمد وايي چې د کور لپاره يې خوراکي توکي اخيستل چې پوليس راغلل او د نورو کسانو تر څنګ يې دی هم پورته کړ او ويې نيو. ګل محمد وايي:«همدا چې پوليس پوه شول چې افغان يم، پرته له کومې پوښتنې يې له ځانه سره روان کړم؛ په تهاڼه کې يې نور هم ډېر کسان نيولي وو، يو پاکستانی ملګری مې راغی، زما ضمانت يې وکړ راخوشې يې کړم، خو پوليسو راته وويل چې په تورخم مې نه ياست اړولي، نه مو پرېدم».

په اسلام آباد کې د ډي ۱۷ سکټور اوسېدونکی سليم سلېمان وايي چې پوليسو دی او نور افغانان له خپلو کورونو وايستل، له ځانه سره يې بوتلل او نهايت زيات توهين يې وکړ. نوموړی وايي: « زموږ د قانوني اسنادو له کتلو وروسته يې وويل چې تاسې خپل وطن ته نه ځئ؟ دا خو مو څه د پلار کور نه دی، له بلوسې او توهين وروسته يې څو ساعته کېنولي وو، بيا يې د يو کس په سر دېرش زره روپۍ وغوښتلې چې عذر و زارۍ وروسته مو لس لس زره روپۍ له مجبوريته ورکړې او راخوشې يې کړو».

نوموړی وايي: «پاکستاني پوليسو چې نوره بهانه نه درلوده نو ويل يې چې تاسې د سياحت په ویزه راغلي ياست او دلته کار کوئ، په داسې حال کې موږ کار نه کاوه بلکې د کورونو له دروازو يې راويستلو». سليم وايي چې پوليس په دې لا نه پوهېدل چې زموږ په ويزه کې څومره وخت پاتې دی او بايد په څومره وخت کې پاکستان پرېږدو؟

د بشري حقونو فعالان وايي چې د اوسېدونې د قانوني اسنادو په شتون کې پرته له کوم جرمه هېڅ حکومت حق نه لري قانوني کډوال او مسافر توقيف کړي، يا يې وځوروي او يا يې په بشري حقونو محدوديتونه وضع کړي.

ډاکټر اسدالله ښاليز په افغانستان کې د بشري حقونو فعال چې دا مهال په جرمني کې کډوال دی وايي: «بدبختانه دا څويم ځل دی چې يوازې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دغلته مېشت افغان کډوال په يوه او بل نامه ځوروي؛ چې دغه عمل د بشري حقونو د نړيوال کنوانسيون او د کډوالو د ټولو تړونونو او معاهدو خلاف عمل دی، تشدد دی او بشري جرم دی». ښاليز زياتوي چې پاکستاني پوليس هر ځل په دغه هېواد کې د سياسي بدلونونو پر مهال افغانان نيسي او ځوروي.

په پاکستان کې د پخواني لومړي وزير عمران خان له نيولو وروسته د افغانانو نيولو او ځورولو يو ځل بيا زور اخيستی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *