افغانستان

د برېتانیا د علماوو پلاوی:نړۍ دې له اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي    

    د برېتانیا د علماوو ۱۵ کسیز پلاوی افغانستان ته د خپل سفر موخه د دې هېواد د حالاتو ارزونه او د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنې بیانوي.

د برېتانیا د علماوو ۱۵ کسیز پلاوی افغانستان ته د خپل سفر موخه د دې هېواد د حالاتو ارزونه او د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنې بیانوي.

یاد پلاوی چې کابل ته راغلی له ملي تلویزیون سره یې په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې نړۍ دې له اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي.دوی همدا راز له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان پر وړاندې خپل بندیزونه پای ته ورسوي.

یاد پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنو کې د امنیت، شرعي احکامو تطبیق، اقتصاد او دنشه‌يي توکو د کنټرول په برخو کې د اسلامي امارت هڅې ارزښتمنې ګڼي او وايي، چې په دې برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.د دې پلاوي له جملې د برېتانیا د اسلامي شورا رییس ډاکټر هیثم الحداد وايي: ” د اسلامي امارت چارواکي او مسولین شپه او ورځ هڅې کوي، چې د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې زېربناوې جوړې کړي، څو دا هېواد پرمختګ وکړي او عدل او عدالت تامین وي.

دغه‌راز غواړي، چې افغانستان د تېر په څېر د نړیوالې ټولنې فعال غړی وي. “

یاد پلاوی له اسلامي هېوادونو غواړي، چې د افغانستان حالت په منصفانه ډول له نږدې وڅېړي او له اسلامي امارت سره عملاً او یو ځای کار وکړي.

ښاغلی الحداد وايي: “دا خلک د محمد رسول الله امت دی. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپلو پیروانو ته لارښوونه دا ده، چې له یو او بل سره همکاري او ملګرتیا وکړئ.

نوموړی زیاتوي؛ موږ د اسلامي نړۍ علما باید هڅه وکړو، چې د افغانستان خلک له ستونزو وژغورل شي او دا د ټولو اسلامي هېوادونو مسولیت دی. “

د اسلامي امارت چارواکي د هېواد ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو ته په پام له نړیوالې ټولنې سره پر مثبت تعامل ټینګار کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *