د ځوانانو چارو مرستیال: د ځوانانو د ظرفیت لوړلو په برخه کې دځوانو متخصصینو ملاتړ کوو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد پرون غور ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ځوانانو، سپین ږیرو او قومي مخورو سره وکتل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد پرون غور ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ځوانانو، سپین ږیرو او قومي مخورو سره وکتل.
د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې نوموړي د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د جوړولو په موخه د سیمه ییزو مسئولینو، دیني عالمانو، ځوانانو، محصلینو، زده کوونکو او خبریالانو سره غونډه وکړه او په بېلا بېلو برخو کې یې د ځوانانو پر ستونزو هم خبرې وکړې.په یاده غونډه کې د ځوانانو چارو مرستیال د ځوانانو په هلکه وویل چې دوی زموږ د راتلونکي جوړونکی او یو متحرک ځواک دی، چې د اسلامي امارت د ځوانانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د ځوانو متخصیصینو ملاتړ کوي. نوموړي همدارنګه د ځوانانو رول په هېواد کې د خپلواکۍ، عدالت، امنیت، اقتصاد او پرمختګ کې مهم وباله. ورته مهال په دې غونډه کې د غور ولایت یوشمېر فعالو ځوانانو خپلې پوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، چې قاري راشد د ځوانانو پوښتنو ته د ځواب د ورکولو ترڅنګ د دوی ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکړ.