د ملي دفاع وزارت سرپرست:د یوې منظمې، مسلکي او خپلواکې اردو رامنځته کول د اسلامي نظام له موخو او د هېوادوالو هیله ده
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د هېواد لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له مسئولینو او منسووبینو سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د هېواد لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له مسئولینو او منسووبینو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د ملي دفاع وزارت سرپرست د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه د لیدنې پرمهال د نظام او ښې حکومتولۍ په اړه وویل: «په هېواد کې د یوې منظمې، مسلکي او خپلواکې اردو رامنځته کول د اسلامي نظام له موخو او د هېوادوالو هیله ده، چې له نېکه مرغه دغه هیله پوره شوې ده.»
مجاهد زیاته کړه، چې د اسلامي امارت پوځ د ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو ترڅنګ د خپلې خاورې ساتنې ته ژمن او دوی ته سپارل شوي مسئولیتونه به په سمه توګه ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست د لا ښه چوپړتیاوو وړاندې کولو او د نظم او ډسپلین رامنځته کولو په موخه د یادې قول اردو مشرانو او مسئولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.