افغانستان

د سټنډرډ ملي ادارې له لوري ۱۰ ټانکره بې کیفیته ګاز بېرته ترکمنستان ته مسترد شو

د سټنډرډ ملي ادارې ترکمنستان هېواد ته د ۱۰ ټانکره بې کیفیته ګازو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.

د سټنډرډ ملي ادارې ترکمنستان هېواد ته د ۱۰ ټانکره بې کیفیته ګازو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې په خپله ټویټر پاڼه ليکلي، چې (د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په یو بې ساري اقدام کې ۱۰ ټانکره بې کیفیته ګاز، چې له ترکمنستان څخه وارد شوي وو او بې کیفیته ثابت شول، بېرته یاد هېواد ته وګرځول شول).

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړاندې هم زیاته اندازه بې کیفيته نفتي توکي اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *