اجتماعی

د سیلانیانو راجلبول په ټوله کې د هېواد عواید لوړوي

له شک پرته دا یو رښتینی واقعیت دی چې زمونږ ګران هیواد سرلوړی افغانستان د خپل ښه جغرافیایي موقعیت له پلوه په ټوله کې د سیمې او نړۍ د سیلانیانو د راجلبولو لپاره ښه په زړه پورې طبیعي مناظر او لرغوني ځایونه لري.

شاه محمود درویش

له شک پرته دا یو رښتینی واقعیت دی چې زمونږ ګران هیواد سرلوړی افغانستان د خپل ښه جغرافیایي موقعیت له پلوه په ټوله کې د سیمې او نړۍ د سیلانیانو د راجلبولو لپاره ښه په زړه پورې طبیعي مناظر او لرغوني ځایونه لري، بناً توریزم یا ګرځندوی برخې ته پاملرنه او په دې برخه کې پانګونه په ټوله کې د هیواد په اقتصادي عوایدو کې لوړوالی راولي، چې دغه اصل ته په پاملرنې سره په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزوخپرندویه سرچینو په حواله د سیلانیانو د را جلبولو په پار ویل شوي، چې د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسئولين وايي، چې د دغــه ولايــت اريوب ځاځیو ولسوالۍ ته د اختر ورځو او شپو کې د چکر لپاره ګڼ شمېر سيلانيان ورغلي وو. د پکتيا د اطلاعاتــو او فرهنګ رئيس ويلي، چې د اختر په ورځو او شــپو کې د اریوب ځاځيو ملي پارک ته د هيواد لــه بېلابېلو ولايتونو څخه شاوخوا ۷۰ زره سيلانيان  ورغلي وو. د ده په وينا، دغه شــمېرې يــې د اطلاعاتو او فرهنګ رياســت له لوري د ټاکل شــوې کمېټې په مرسته ټولــې کــړې دي. د پکتيــا د اطلاعاتــو او فرهنګ رئيس زياته کړې چې اريوب ځاځیو ملي پارک يې يــوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړی چې ياده ســيمه کې سيلانيانو تــه اســانتياوې برابــروي. د نومــوړي په وینا، چــې ياد شرکت ســيلانيانو ته د اختر شــپو او ورځــو کې د شــپې له خــوا خېمې، پاکــې اوبه، برښــنا او نــورې آســانتياوې برابرې کــړې وې. د پکتيا د اطلاعاتــو او فرهنګ رئيس داهم ويــلي چې اریوب ځاځيو کې د ياد شرکت له خواه اســانتياوو رامنځته کېدل ددې لامل شــوي چې ســېلانيان دې سيمې ته ډېر ورمات شي. افغانســتان چــې د چکــر او ســياحت لپاره ښــکلې او زړه راښکونکې سيمې لري، خلک بیا وايي، که حکومت د سيلانيانو لپاره د ورتــګ ترڅنګ نورې اســانتياوې هم برابــرې کړي، حکومــت ته د عايــد ترڅنګ به د يادو ســيمو خلکو ته هم د کار زمينه برابره شي.

له شک پرته چې دا واقعاًیو ډیرښه اوخوشحاله کوونکی خبر دی ځکه چې توریزم یا ګرځندوی برخې ته پاملرنه په حقیقت کې سیلانیان را جلبوي او ترڅنګ یې د هیواد عواید هم لوړوي، البته زمونږ هیواد د خپل ښه جغرافیایي موقعیت، پاک الله (ج) ورکړیو طبیعي ښکلاګانو، تاریخي او لرغونو ځایونو په لرلو سره د سیمې او نړۍ د سیلانیانو او ګرځندویانو د جذب ښه ځای دی، توریزم یا ګرځندوی ډیری هیوادونو ته ښه عایداتي سرچینه ده، پردې اساس د نړۍ د سیلانیانو او ګرځندویانو له لورې د ‌ډیر اهمیت وړ ګڼل کیږي ، البته توریزم ، ګرځندوی او سیاحت په حقیقت کې هغه درې مفاهیم دي چې  په بیلابیلو ژبو کې یو مفهوم وړاندې کوي چې موخه یې د طبیعت له ښکلاوو، لرغونو ابداتو او لاسي صنایعو څخه لیدنه، کتنه او خوند اخیستنه ده .

البته په دې اړوند په ځینو لیکنو کې دغه  برخې ته دا ډول اشاره هم شویده : « د توریزم وده په یوه ملک کې نه یوازې دلرغونیو ابداتو او طبیعي مناظرو پر موجودیت ولاړه ده، بلکې له یوه ملک څخه د سیلانیانو لیدنه او کتنه د فرهنګونو تبادله او پرتله هم را منځته کوي خو هغه څه چې د سیلانیانو او ګرځندویانو هوا هوس را پاروي د یوه ملک طبیعي مناظر او لرغوني ابدات او جوړ شوي لاسي صنایع دي چې په دې اړه مهم رول لري.

د یادونې وړ ده چې په نړیواله کچه توریزم(ګرځندویي یا سیاحت) په ۱۸۴۰ میلادي کال د یوه ټولنیز پرمختللي حرکت په توګه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې په فعالیت پیل کړی چې د زمان پر دغه مقطع کې افغانستان له انګریزانو سره د لومړي  جنګ په درشل کې قرار درلود خو دغه حرکت په ټولو اقتصادي فرهنګي او ټولنیزو برخو کې ډیر ژر وده وکړه او د نړۍ د زیاتره هیوادونو او سازمانونو پام یې ځان ته راجلب کړ تر څو له یو سل او څلوېښت کاله وروسته یعنې په ۱۹۸۰ کال کې د نړۍ د لومړۍ درجې صنعت په توګه یې خپل مقام تر لاسه کړ. د توریزم له برکته نړیوال مالي بیلا نسونه وخت پر وخت د تریلینونو ډالرو پورې لوړ شول د توریزم د همدې اهمیت له کبله د نړۍ هیوادونه زیار باسي چې د توریزمي فعالیتونو لپاره زمینه  برابره کړي تر څو له دې لارې لوړ عواید په لاس راوړي. په نوره نړۍ کې په توریستي مرکز ځایونو کې د توریستانو لپاره، هوټلونه او د دوئ د امنیت لپاره لازم تدابیر نیول کیږي او یا په بل عبارت د سیلانیانو له غوښتنې او تقاضا سره سم دوئ خپل امکانات برابر وي.»

البته دې ټکي ته موباید پام وي چې د اوس لپاره له نیکه مرغه افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په خپلو ۳۴ ولایتونو کې بیلا بیل ښکلي، په زړه پورې او زړه راښکونکي طبیعې مناظر، لرغونې آبدات او ډول ډول جوړ شوي لاسي صنایع لري، نوغوره خبره داهم ده چې الحمدالله د اوس لپاره په ټوله کې دهیواد په کچه امنیت تامین دی، نو له شک پرته دا ټول هغه څه دي چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه سیلانیان را جلبولی شي، بنآ د افغانستان اسلامی امارت د اړوند دولتي ارګانونو ترڅنګ خصوصي پانګه وال باید د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ په څیر د هیواد په نورو ولایتونو کې هم د همت ملا وتړي او په بیلا بیلو برخو کې پانګونې وکړي او په ځانګړي توګه  دسیلانیانو د راجلبولو لپاره مناسب اقدامات او لازمې آسانتیاوې را منځته کړي ترڅو دهیواد بیلابیلو ولایتونو ته د کال په مختلفو موسمونو کې د ګڼ شمیر سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو څخه د سیلانیانو دسفر په لړکې دولتي او خصوصي بنسټونو او په ټوله کې هیوادوالو ته هراړخیزې اقتصادی ګټې ورپه برخه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *