افغانستان
شمال کې د غنمو فصل د ملخانو خطر سره مخ دی
د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په اتو شمالي ولایتونو کې ملخانو د غنمو فصل د خطر سره مخامخ کړی دی. په کابل کې د یادې ادارې استازي رېچرډ ټرېنچ هارټ د غنمو فصل ته د ملخانو خطر زړه دردونکې ستونزه وبلله.

هغه وویل په داسې حال کې چې افغانستان سخت انساني بحران سره مخ دی، په غنمو د ملخانو حمله به پر دغه هېواد سخت منفي اغېز ولري.
ټرېنچ هارټ وویل سږ کال د ملخانو برید د یو میلیون مېټرک ټن نه زیات غنم تباه کولی شي چې د ټول کلني حاصل څلورمه برخه کېږي او نیږدې ۵۰۰ میلیونه ډالره ورسره ضایع کېږي.
هغه زیاته کړه غنمو ته د دغه زیان څخه د دریو میلیونو نه زیات کسان اغېزمنیدلای شي.