افغانستان

مالیې وزارت: له ۵۰ دولتي شرکتونو، ۱۲ یې بېرته فعال شوي

د مالیې وزارت وایي، له فعالیته د لوېدلو نژدې ۵۰ دولتي عایداتي شرکتونو یې ۱۲ هغه بېرته فعال او پاتې شرکتونه به د خصوصي سکتور په مرسته بېرته فعال کړي.

د مالیې وزارت وایي، له فعالیته د لوېدلو نژدې ۵۰ دولتي عایداتي شرکتونو یې ۱۲ هغه بېرته فعال او پاتې شرکتونه به د خصوصي سکتور په مرسته بېرته فعال کړي.

چارواکي وايي د معدنونو د راسپړلو او د قوش تپې په څېر د لويو پروژو سربېره یې د دولتي عایداتي شرکتونو د بیا فعالولو هڅه هم پیل کړې ده.

د کندوز سپین زر شرکت:

دا شرکت چې ۲۵ کاله په ټپه ولاړ و، ټولې برخې یې فعالې او تولید یې پیل کړی دی.

د سپین زر مالي او اداري مشر رحمان الله رحماني وایي د شرکت فعالول خلکو ته په مستقیمه توګه د کاري فرصتونو د برابرولو سربېره به په کندز او ګاونډیو ولایتونو کې د پنبې (مالوچ) پیکه شوی صنعت د بیا غوړېدو لامل شي.

ښاغلي رحماني وایي، سپین زر شرکت په کال کې د څه باندې ۶ زره ټنه نباتي غوړیو د پروسس او بسته بندۍ ترڅنګ د ۱۵ زره پنبه دانې د پروسس وړتیا لري.

دغه شرکت د غوړیو د بسته بندۍ لپاره د پلاستیکي بوتلو د جوړولو یوه دستګاه هم نصب کړې ده.

د سپین زر چارواکي وایي ۳۰۰۰ کسانو ته ددغې فابریکې بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

د کندهار د وړیو نساجي:

د معادن او صنایعو د خونې مشر شیر باز کمین زاده وایي د ځینو شرکتونو ان ودانۍ هم د کارولو وړ نه دي او په معیاري توګه یې د رغولو اړتیا شته.

د کندهار د وړیوو نساجي بل هغه دولتي شرکت دی، چې چارواکي وایي د تولید لپاره چمتو، خو د بودیجې د نشت له کبله یې فعالیت ولاړ دی.

ددې فابریکې بنسټ په ۱۳۵۵ کال کي د وخت جمهور رئیس محمد داود خان له خوا اېښودل شوی و. د چارواکو په خبره، د دې فابریکې بیا فعالېدل به یې ۱۸۰۰ کسانو ته د کار فرصت برابر کړي.

ددغه شرکت رئیس محمد حنیف مبین وایي موږ خپل کارونه له امتحاني دورې راپیل کړل او ځینو تولیدات مو هم درلودل، خو د بودیجې ستونزې شته، نو موږ په دوامداره توګه فعالیت او تولید نشو پیلولی، پشمي پټوان، کمپلې، د غالۍ اوبدلو تار او د غالۍ (قالین ) مینځلو څانګه فعاله ده.

ښاغلي مبین زیاتوي، که د کندهار د وړیو نساجي دوراني بودیجه ترلاسه کړي په کال کې د ۵۰۰ ټنه د غالۍ اوبدلو تار، یو میلیون متر وړینې ټوټې او د زرو ټنو وړیو د پروسس وړتیا لري.

د کندهار نخي او وړیو نساجي فابریکه د ایران په مالي مرسته جوړه او ماشینونه یې له شوروي او لوېديځ المان نه راوړل شوي دي.

د فعالو شرکتونو شمېر او ننګونې

د مالیې وزارت وایي، پر ځان د بسیا کېدو او له داخلي عوایدو د کلنۍ بودیجې د پوره کولو په موخه هڅه کوي له ټولو امکاناتو کار واخلي، چې په دې برخه کې د نژدې ۵۰ غیر فعالو دولتي عایداتي شرکتونو له ډلې نه یې د ۱۲ هغو د بیا فعالولو خبره کوي.

ددغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي، موږ د دولتي شرکتونو لپاره کافي بودیجه نلرو، موږ هغه شرکتونه، چې دوراني بودیجه یې درلوده خو له فعالیت نه لوېدلي وه بېرته فعاله کړل.

«هغه شرکتونه، چې دوراني بودیجه یا پانګه نه لري، موږ هڅه کوو چې خصوصي سکتور وهڅوو، چې د پاتې شرکتونو په فعالولو کې مرسته وکړي، په دې برخه کې د نساجۍ فابریکې ته لومړیتوب ورکول کېږي، ځکه چې د ټوکر فابریکې ماشینونه جوړ او فعال دي.»

ښاغلي حقمل وایي ددغه موخه د ترلاسه کولو لپاره باید د خصوصي سکتور سره تفاهم ته ورسوو او دا کار پیل کړو. حکومت ددغو شرکتونو د بیا فعالولو برخه کې تر ډېره تکیه پر هغه پخوانۍ ماشینري کړې، چې په یادو شرکتونو کې شته او هره یوه یې شاوخوا نیمه پېړۍ عمر لري؛ ځکه نو خصوصي سکتور یې شراکت ته ډېر زړه نه ښه کوي او وایي ددغو فابریکو بیا فعالول لویې پانګې ته اړتیا لري.

د معادن او صنایعو د خونې مشر شیر باز کمین زاده وایي د ځینو شرکتونو ان ودانۍ هم د کارولو وړ نه دي او په معیاري توګه یې د رغولو اړتیا شته.

یو شمېر صنعتکاران وایي د اوسني عصر د تولید ماشینونه کوچني، لګښت یې کم، د تولید کچه یې خورا زیاته او د بازار له غوښتنې سره سم توکي تولیدولاي شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *