په پاکستان کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو د خپلو حقونو د تأمین غوښتنه وکړه
په پاکستان کې د افغان کډوالو یوې شورا په پرانیستي لیک کې د پاکستان د حکومت له اړوندو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ غوښتي چې د دوی ستونزو ته د حل لاره پيداکړي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو یوې شورا په پرانیستي لیک کې د پاکستان د حکومت له اړوندو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ غوښتي چې د دوی ستونزو ته د حل لاره پيداکړي. په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د دغې شورا ريیس میر احمد رووفي ووېیل: هغه څه چې په پاکستان کې د پولیسو له خوا له مهاجرینو سره کیږي، دردونکی دي.
پاکستان ته تازه ستانه شوي افغان کډوالو په دې وروستیو کې څو ځلې اعتراضونه کړي، چې د پاکستان حکومت د دوی د اوسېدو ویزې نه غځوي او له همدې امله د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول کېږي.
په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د شورا په لیک کې د دغه هېواد له حکومته غوښتل شوي، چې هغوی ته د اوسېدو ویزه ورکړي او همدارنګه هغه افغانان چې غواړي له هېواده ووځي د ورتګ پر مهال له جریمې څخه معاف کړي.
په دغه لیک کې د پاکستان له حکومته هم غوښتل شوي چې د بشري حقونو د اعلامیې او د ۱۹۵۱ کال د جنیوا کنوانسیون له مخې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.
د دغه مکتوب په یوه برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ غوښتل شوي چې افغان کډوالو ته د کډوالو کارتونه ورکړي او یا هم پاکستاني پولیس قانع کړي چې د «شارپ» دفتر چې د دغه کمیشنر یوه همکاره موسسه ده، د قانوني سند په توګه یې د پناه غوښتنې ویشل شوي ټکنونه ومني.
تر دې وړاندې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو مدافع وکیل منزه کاکړ هم څو څو ځله د کراچۍ په زندانونو کې له قانوني اسنادو سره د زرګونو افغانانو د نیول کېدو او د هغوی د زنداني کېدو خبره کړې وه.
د ښځو، ماشومانو او ناروغانو په ګډون سلګونه افغانان، چې څه موده یې د پاکستان په زندانونو کې تېر کړل په وروستیوو کې بېرته افغانستان ته ستانه کړای شول. د دغو ناروغانو ۴ تنه د پاکستان په زندانونو کې مړه شوي او وېیل کېږي چې نور زندانیان لازمو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.