اجتماعی

بیوزلي او د اسلام له نظره یې حل لارې

اسلام یو الهي بشپړ نظام دی، چې د بشر د ژوند ټول اړخونه یې په پام کې نیولي او د ستونزو د حل لارې لپاره، قوانین او نورمونه له ځان سره لري او همدارنګه د اقتصادي کارونو سمون ته، چې دبشر په ژوند کې له مهمو څیزونو څخه ګڼل کېږي، زیاته پاملرنه کړې ده، اسلام، د بیوزلۍ د مخنیوي لپاره چې بشري ټولنه ګواښي، ډیرې ارزښتمنې لارښوونې وړاندې کړي دي، بیوزلۍ په ټولنه کې د خوراکي توکو د نه امنیت او خوارځواکۍ یو له بنسټیزو لاملونو څخه دی. افغانستان هم د نړۍ د بیوزلو او غریبو هیوادونو له ډلې څخه  دی، چې د بیوزلۍ، لوږې، د خوراکي توکو له ناامنۍ او خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دی. په قرآنکریم او نبوي حدیثونو کې د بشري ټولنې د دې بدې او شومي ناروغۍ(بیوزلۍ) د مخنیوي او درملنې د شفا لپاره نسخې شته، چې ددې ناروغۍ د درملنې لپاره یې پلې کول اړین دي.

شاه محمود درویش

اسلام یو الهي بشپړ نظام دی، چې د بشر د ژوند ټول اړخونه یې په پام کې نیولي او د ستونزو د حل لارې لپاره، قوانین او نورمونه له ځان سره لري او همدارنګه د اقتصادي کارونو سمون ته، چې دبشر په ژوند کې له مهمو څیزونو څخه ګڼل کېږي، زیاته پاملرنه کړې ده، اسلام، د بیوزلۍ د مخنیوي لپاره چې بشري ټولنه ګواښي، ډیرې ارزښتمنې لارښوونې وړاندې کړي دي، بیوزلۍ په ټولنه کې د خوراکي توکو د نه امنیت او خوارځواکۍ یو له بنسټیزو لاملونو څخه دی. افغانستان هم د نړۍ د بیوزلو او غریبو هیوادونو له ډلې څخه  دی، چې د بیوزلۍ، لوږې، د خوراکي توکو له ناامنۍ او خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دی. په قرآنکریم او نبوي حدیثونو کې د بشري ټولنې د دې بدې او شومي ناروغۍ(بیوزلۍ) د مخنیوي او درملنې د شفا لپاره نسخې شته، چې ددې ناروغۍ د درملنې لپاره یې پلې کول اړین دي.

بیوزلي تعریف: ډیر خلک فکر کوي، چې د بیوزلۍ تعریف ډیره ساده او اسانه ده؛ تعریف ته اړتیا نه لري، ځکه دا یو ښکاره اقتصادي حالت دی، چې هر څوک هغه پیژني. مګر د بیوزلۍ په تعریف کې بیلوالی شتون لري:

بیوزلي په لغت کې: له انسان سره د مال نشتوالی او یا هم د هغه څه کموالی چې د ژوند د دوام لپاره ورته اړتیا لري، فرق نه کوي، چې دغه مال یا توکی ورسره هیڅ شتون ونه لري، یا لږ وی او یا هم ورته بسنه نه کوي. د بیوزلی ضد بډایتوب(شتمنتوب) دی. ځینو ویلي دي: چې بیوزلۍ یوازې د مال نشتوالي ته ویل کیږي، ځیني بیا وایي، چې د مال لږوالي ته وايي. د لسان العرب د کتاب لیکوال هم داسې راوړي دي، چې : د بیوزلی  دلفظ اطلاق یوازې اړتیا لرل دي، چې په مقابل کې یې مطلق بډایتوب یا شتمنتوب قرار لري؛ البته د لومړۍ معنا په پرتله، وروستئ معنا یې عامه ده. ځکه مطلقه اړتیا، مال او غیر مال اړتیاوو دواړو ته، شاملیږي او د خلکو اړتیاوې منحصرې نه دي؛ ځکه هر څوک یو شي ته اړتیا لري. د (المصباح) لیکوال وايي: د یو چا ستونزې او کړاوونه هغه فقیر(بیوزله) کوي. پوهانود بیوزلۍ په تعریف کې، چې د زکات ترلاسه کولو سبب کیږي او د غذا(بډایتوب) په تعریف کې، چې ورته د زکاتو اخیستل نه ده روا، د نظر اختلاف لري او هغه څه، چې ډیرې پوهان یې په اړه د نظر یووالی لري دا دي: څوک چې د کور او خدمتګار وس ونه لري او له هغه پرته کومه چاره هم ونه لري، روا ده، چې د زکات مال ترلاسه کړي. امام مالک رحمت الله علیه وايي: که چیرته یې شتمني له کور او خدمتګار څخه زیات نه وي ، د هغه لپاره روا ده، چې زکات واخلي، خو له دې پرته روا نه ده. په دې برخه کې د ابن منذر، نخعي او ثوري هم په همدې نظر دي. امام ابو حنیفه رحمة الله علیه ویلې دي، چې د شریعت له مخې بیوزلۍ عبارت دی له: د نصاب د مال نشتوالی او غذا(بډایتوب) د نصاب د مال شتوالي ته وايي. امام مالک او شافعي رحمة الله علیهما او ځینو نورو علماوو ویلې دي: د بیوزلۍ اصطلاحي تعریف دا دی، چې یو انسان د مال مالک وي، خو ورته بسنه نه کوي او د غذا(بډایتوب) تعریف دا دی، چې انسان د مال مالک وي او بسنه یې کوي. ددغه نظر خاوندانو په دې اړه، چې څومره مال بسنه او کفایت کوي، د نظر اختلاف لري. اما شافعي او ځینو نورو علماوو ویلي دي: چې هغه له هغه تر ټولو لږ شي څخه عبارت دی، کفایت ورته ویل کیږي(کفایت کوي). امام مالک وايي، چې په دې اړه کومه اندازه نه ده ټاکل شوې، بلکې هغه په اجتهاد پورې اړه لري. احمد، ثوری او ابن مبارک رحمهم الله وايي، چې: د بیوزلی اصطلاحي تعریف دا دی، چې انسان پنځوس درهمه او یا هم د هغه په اندازه سره زر ونه لري او د غذا(بډایتوب) تعریف دا دی، چې یو انسان پنځوس درهمه او یا هم د هغه د اندازې په قیمت سره زره ولري. حسن بصری رحمة الله ویلې دي، چې د بیوزلی تعریف دا دی، چې انسان څلویښت درهمه او یا د هغه قیمت ولري. د بیوزلۍ د کلمې روښانول یو څه ستونزمن دی او هغه په دې دلیل، چې معنا یې د ژوندانه په ځای، د هیواد کلتور، خلکو او نورو لاملونو پورې تړلې ده. د بیلګې په ډول: هغه کسان چې  دلویو ښارونو لکه: استانبول، دوبۍ او نورو په شاخوا سیمو کې کوچینو کورونو کې ژوند کوي، کیدای شي، د خپلو ګاونډیانو په پرتله بیوزله وي؛ مګر د هغو بې بیوزله خلکو په پرتله، چې د مخ پر وده هیوادونو لکه افغانستان په غریب میشتو سیمو کې ژوند کوي، مالي حالت دومره ډیر نه وي خراب. د اقتصاد علم له پلوه او د نړیوال بانک د تعریف له مخې، بیوزلي په مطلق ډول، په ورځ کې تر یو ډالر او ۹۰ سنټو کم عاید لرلو ته ویل کیږي.

د بیوزلو ډولونه: بیوزله په دوه ډوله ده:

اول ـ  دیو شخص، د عاید کموالي ته ویل کیږي، چې د ژوندانه اړینې اړتیاوي یې پرې نه پوره کیږي.

دویم – هغه شخصي عاید، چې لومړنیو اړتیاوو ته یې بسنه کوي، خو بې ځایو تصرفاتو ته یې لکه: اسراف او تبذیر، بسنه نه کوي. بیوزلۍ یا مطلقه وي او یا هم نسبي، چې د بیوزلۍ د ډولونو په نامه یادیږي، چې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

مطلقه بیوزلۍ:هغه ده، چې انسان د خپل ژوند د اړیتاوړ توکو د پوره کولو توان نه لري، په ډیره ټیټه ټولنیزه او روغتیايي کچه کې قرار لري.

نسبي بیوزلۍ: هغه ده، چې د  ژوند د اړتیا وړ لومړني توکي او اړتیاوې پوره کولای شي، خو د ژوند کچه یې د نورو دژوند د کچې په پرتله ټیټه وي. پخوا به بیوزلۍ، د ټنبلي او سستوالي زیږنده بلل کیده، خو اوس مهال دغه نظر بدلون موندلي دی او بیوزلۍ یو ټولنیزه ستونزه بلل کیږي. په همدې خاطر اوس حکومتونه لاس په کار شوي دي او د بیوزلۍ د کمولو لپاره له بیلابیلو وسیلو څخه کار اخلي او کوښښ کوي، چې د خلکو د ژوندانه کچه لوړه شي. دا کار نه یوازې د دولتونو دنده ده، بلکې هر سازمان، بنسټ او یا هم هغه څوک، چې وس او توان لري، چې له بیوزلو سره په مرسته کولو سره خپل مسؤولیت ادا کړي. له هغه ځایه، چې خوراکي توکو ته لاسرسي، د بشر له بنسټیزو حقونو څخه دي، نو ددغه حق د پوره کیدو په برخه کې موږ ټول مسؤولیت لرو.

د بیوزلۍ اسباب: د بیوزلۍ د اسبابو په اړه د اقتصادي او ټولنیزو چارو پوهانو د پرله پسې څیړنو د ترسره کولو سره سره بیا هم نهايي پایلو ته نه دي رسیدلي؛ یوازې ظاهري اړخ ته یې پاملرنه کړې ده. خو که په دې برخه کې ځیر شو، نو وینو چې یو شمیر خلک په کارونو کې د ټنبلۍ او یو شمیر نورو کړنو لکه: اسراف او بې ځایو لګښتونو له امله، له بیوزلۍ سره لاس او ګریوان شوي دي. ځینو نورو بیا په ټولنه کې د دې په خاطر له بیوزلۍ سره مخ شوي دي، چې مالونه یې د نورو زورواکو له لوري غصب شوی او یا دجګړې او نا امنۍ له امله بیوزلۍ رامنځته شوې وي او یا هم په هغې ټولنه کې، چې هلته یو فاسد قانون چلیږي او د بیوزله خلکو مال او حق تر پښو لاندې کیږي.یا هم ځیني نور د هغه څه له امله له بیوزلۍ سره مخ شوي، چې هغه د انسان په واک کې نه وي، لکه: توپانونه، وچکالۍ، ناروغۍ او داسې نور. یاد شوې لاملونه ډيری  انسانان د بیوزلۍ خولې ته ورکوي، او یا هم دا چې یو ماشوم په یوه بیوزله کورنۍ کې نړۍ ته راشي، په بیوزلۍ او بې حاصله ځمکه کې لوې شي، د درس  اوزده کړې اسانتیاوې ورته نه وي موجودې، دا ټول لاملونه د بیوزلۍ رامنځته کیدو ته لاره هواروي.

دې ته په کتو سره کولی شو، چې د بیوزلۍ لاملونه په دوه ډوله وویشو:

اول – د بیوزلۍ ذاتي لاملونه

دوم – د بیوزلۍ بهرني لاملونه

لومړی – ذاتي لاملونه: هغه دي چې خپله د یو شخص په امکاناتو، وړیتا او تصرفاتو پورې اړه لري. د یادونې وړ ده، چې د پورته یاد شوو لاملونو ارزښت، له بهرنیو لاملونو سره برابر نه دی، ځکه چې بهرني لاملونه تر دې ځواکمن دي.

دویم – بهرني لاملونه: دا په ټولنه او په کې کاري شرایطو او د شخص ماحول او خارجي حالتونو پورې اړوندیږي. په بیوزلۍ کې یې شخصي امکانات مهم رول لري؛ که څه هم کیدای شې دا یوازینی لامل نه وي، یا په بله وینا، شخصې کړنه ددې لامل ونه ګرځي، بلکې دا د نورو د اعمالو زیږنده وي، چې له ده سره یو ځای ژوند کوي، او لامل یې د هغې ټولنې د قانون او سیستم ناسموالی وي، چې دی په کې ژوند کوي.

د بیوزلۍ بهرني یا خارجي لاملونه په خپل وار سره په دوه ډوله ویشل شوي دي:

۱ – ټولنیز لاملونه: چې په یوه شخص پورې نه اړوندیږي، بلکي په هغو کسانو پورې اړه لري، چې له هغوی سره ژوند کوي یا په ټولنه کې د ناسم قانون او غلط سیستم د پلې کولو له امله وي.

۲ – طبیعی لاملونه: هغه دي، چې د بشر په اراده پوری اړه نه لري، بلکې، د الله تعالی جل جلاله له لورې وي، لکه: مرګ ناروغۍ، زلزله، اوسیلابونه، ډیره واوره اوریدل، ستونزمني لارې او داسې نور؛ دا ټول هغه پیښې دي، چې د بشر په بیوزلۍ کې رول لري. کیدای شي دا ډیره ستونزمنه وي، چې دبیوزلۍ لاملونه په علمي ډول وویشو، ځکه دا لاملونه یو له بل سره نیغه اړیکه لري. څرنګه چې مخکې وویل شول، چې بیوزلۍ یوه ټولنیزه پدیده ده، چې تر ډیره د زورواکۍ، د ناسمو قوانینو، خراب اقتصاد او ناوړه ټولنیز سیتم له امله منځته راځي او له طبیعي قوانینو سره توپیر لري او هغه دا چې په طبیعې قوانینو کې د یو ډول پییچلتوب شتوالی تر سترګو کیږي او اقتصادي قوانین د هغه تابع دي.

د بیوزلۍ له منځه وړل: د اسلام مالي نظام د فرد او ټولنې لپاره په نړۍ کې د غوره نظامونو له ډلې څخه پیژندل شوی دی، چې په هغه کې په ډیر ښه ډول د فرد او ټولنې رعایت شوی او د بیوزلۍ د ناروغۍ ښه درملنه لري، په دې شرط چې لارښوونې، امرونه او نواهي یې پلې شي. د زکات ورکړه، عشر، خمس، خیراتونه، قراني نذرونه، کفاره، فدیه، وقف، وصیت قرض حسنه، دیت، عاریت، میراث، د یوه کار په کولو کې هڅونه، د نزدې خپلوانو او ګاونډیانو حقونه ورکول، مرسته، مینه، ورورولۍ، عدالت، نظم، ښځو حقووق، د سپین ږیرو، ناروغانو، غمځپلو سره مرسته او داسې نورې چارې دې، چې د اسلام دین په تکرار سره په ترسره کولو یې ټینګار کړي دي؛ دا ټول هغه څه دی چې د بیوزلۍ په مخنیوي کې ځانګړی رول لري. له بل اړخه د اسلام مقدس دین د ټولنیزو ناروغیو له جملي لکه: قمار، احتکار، سود، بډې(رشوت)، خیانت، غدر، اسراف، کار نه کول، ناپوهی، بیکاری، ټنبلی او د بیوزلۍ نور په سلګونو وسایل رد کړي دي، چې بالاخره ټول مسلمانان یې په هر ځای او هر وخت کې په ځانګړې ډول د غم او ډیرې پریشانۍ په وخت کې صبر،زغم، زړورتیا، ننګ، د عزت او داسې نور لوړو صفتونو ته رابللي دي، چې په دې سره د کمزورو او بیوزلو روحیه پیاوړې کیږي، ترڅوله ستونزو سره مبارزه وکړي او په قوي او سمې ارادې سره هغه له روا لارې په ښه ډول حل کړي او په دې پوه شي، چې له هرې سختۍ وروسته اسانتیا راتلونکی ده. د اسلام پاک دین په ډیرو مبارکو ایاتونو او احادیثو کې په کسب او کار، چې د بیوزلۍ په مخنیوي کې خورا مهم دي، ټینګار شوی دی. په بیوزله کورنیو او ټولنو کې د کار او کسب په برخه کې د زده کړې ترلاسه کول هم له بیوزلۍ څخه د خلاصون اصلي لاره ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *