افغانستان

په سپین بولدک کې د المونیمو د قاچاق مخه ونیول شوه

د کندهار د ګمرک ریاست مسئولین د سپین بولدک په سرحدي ګمرک کې د ۶ ټنه المونیم او ۱۰ کارتنه د ویلډېنګ سیخانو د نیولو خبر ورکوي.

د کندهار د ګمرک ریاست مسئولین د سپین بولدک په سرحدي ګمرک کې د ۶ ټنه المونیم او ۱۰ کارتنه د ویلډېنګ سیخانو د نیولو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د ګمرک ریاست ویاند خلیل الرحمان وردګ باختر آژانس ته وویل، چې د سپین بولدک سرحدي ګمرک منسوبینو د یوې لارۍ موټر د تېلو په ټانکۍ کې ځای پر ځای شوي شپږ ټنه المونیم او ۱۰ کارتنه د وېلډینګ سیخان چې بهر ته قاچاق کېدل، کشف او نیولي دي.

وردګ زیاته کړه، چې ورته مهال د یاد ګمرک منسوبینو په یوه صادراتي ډاکسن موټر کې ۱۲۰ کیلوګرامه ځای پر ځای شوي میسي سیمان چې له هېواده بهر ته قاچاق کېدل هم  نیولي دي.

نوموړي وویل، چې په دې تړاو دوه تنه نیول شوي، چې له څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په سپین بولدک ګمرک کې د ۶۵ المونیمي خښتو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *