افغانستان
کرنې وزارت د نویو مېوو تولیدات پراخوي
د ننګرهار د کانال رياست چارواکي وايي، هڅه کوي د دغه کانال په باغونو کې د نويو مېوو د حاصلاتو د ودې او زياتوالي په موخه نوې مېوه لرونکې ونې کېږدي.
د ننګرهار د کانال رياست چارواکي وايي، هڅه کوي د دغه کانال په باغونو کې د نويو مېوو د حاصلاتو د ودې او زياتوالي په موخه نوې مېوه لرونکې ونې کېږدي.
د ننګرهار د کانال رئیس مولوي غلام وارث کاظم وايي، هڅه کوي د تازه مېوو حاصلات زیات کړي، هغوی د ننګرهار د کانال په باغونو کې اووکادو ونې اېښې دي،چې معلومه شي چې دغه ونې په کومو ولایتونو او اقلیم کې وده کوي.
د یادونې وړده، چې اووکادو د ناک په څېر یوه مېوه ده چې په ګرم اقلیم کې کرل کېږي او له دوو تر دریو کلونو وروسته حاصل ورکوي.