افغانستان

د پنځمې ناحیې په لسم ګذر د کانتینر کوڅې سیمه کې دفرعي سړکونو د کانکریټ کولو چارې روانې دي!

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو دپروژوي خدمتونو دفتر ( UNOPS) په مالي ملاتړ، د پنځمې ناحیې په لسم ګذر د کانتینر کوڅې سیمه کې د (۳) فرعي سړکونو د کانکریټ کولو چارې روانې دي.

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو دپروژوي خدمتونو دفتر ( UNOPS) په مالي ملاتړ، د پنځمې ناحیې په لسم ګذر د کانتینر کوڅې سیمه کې د (۳) فرعي سړکونو د کانکریټ کولو چارې روانې دي.

د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دې پروژه کې د کمپنۍ سړک او د خوشحال خان مېنې د(ج) برخې تر منځ ، په ټولیزه توګه د ( ۶۱۰) مترو په اوږدوالی او(۶) متره سور سره فرعي  سړکونه شامل دي، چې د لښتیو په ګډون به په بنستيزه توګه جوړ شي.

تر دې دمه د دې پروژې چارې (۸۰) سلنه مخته تللی چې، تر یوې میاشتې په کمه موده کې به بشپړې شي.

د یادې پروژې له لارې له یوې خوا ګڼ شمېر خلکو ته کاري بوختیاوې رامنځته شوې، او له بل لوري به د دې سړکونو په جوړېدو سره د سیمې د خلکو ګڼ شمېر ترانسپورټي او موسمي ستونزې هم حل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *