افغانستان

په بغلان کې د ګیلمونو اوبدونکې کورنۍ دخامو موادو کمښت اندېښمنې کړې دي

په بغلان کې د غالۍ اوبدونکو ټولنه وايي، چې په دې ولایت کې ۱۵۰ کورنۍ د ګیلمونو په اوبدلو بوختې دي، خو د خامو موادو کمښت او د ګیلم د پلور سوړ بازار ناهیلي کړي او په وینا یې، که یاد وضعیت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې بغلان کې د ګیلم اوبدلو صنعت له‌ منځه لاړ شي.

په بغلان کې د غالۍ اوبدونکو ټولنه وايي، چې په دې ولایت کې ۱۵۰ کورنۍ د ګیلمونو په اوبدلو بوختې دي، خو د خامو موادو کمښت او د ګیلم د پلور سوړ بازار ناهیلي کړي او په وینا یې، که یاد وضعیت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې بغلان کې د ګیلم اوبدلو صنعت له‌ منځه لاړ شي.

په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدونکو ټولنې مشر محمد عارف غلامي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې بغلان کې ۱۵۰ کورنیو د ګیلمونو په اوبدلو بوختې دي خو د ګیلم اړوند خامو موادو کمښت او د بازار نشتون د دې لامل شوی چې د دغه صنعت بازار پیکه شي.

د بغلان په خواجه الوان سیمه کې ګیلم اوبدونکی کربلايي وايي، چې د خامو موادو د کمښت او نه لاسرسي له امله اوس د ګیلم په توليد کې کموالى راغلى دى او تر ډېره پورې خام مواد یو شمېر شرکتونه دوی ته په لوړه بیه ورکوي او بیا برعکس د دوی له لوري اوبدل شوی ګیلم ترې په ارزانه بیه اخیستل کېږي.

د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ګیلم اوبدونکې نجیبه وايي، چې دا صنعت تر ډېره د ښځو له‌خوا پرمخ وړل کېږي او اوس چې افغانستان کې ګڼې کورنۍ له اقتصادي ننګونو سره مخ شوي زیات شمېر ښځو دغه صنعت ته مخه کړې او له حکومته غوښتنه کوي چې دوی ته د لازمو آسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ د خامو موادو په برابرولو کې یې لاسنیوی وکړي.

په ورته وخت کې حاجي ابراهیم د پلخمري ښار یو تن ګیلم پلورونکي هم وايي چې په بغلان کې د ګیلم د پېر او پلور بازار د پخوا په پرتله ښه نه دی او اوس وارداتي ګیلم د کورنیو ګیلمونو ځای نیولی دی.

په همدې حال کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني تاییدوي چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د وطنیو ګیلمونو پېر او پلور کم شوى، خو لامل یې دا ګڼي چې ګواکې اخیستونکي زیاتره بهرنیو ګیلم اخیستو ته لومړیتوب ورکوي.

حقاني وايي، چې اسلامي امارت په دې ولایت کې د لاسي توکو د تولید پراختیا او بازار موندنې ته ژمن دی او دوی له یو شمېر دولتي او غیردولتي ادارو سره خبرې کړي څو په دې ولایت کې د لاسي توکو صنعت ته وده ورکړي.

د يادونې وړ ده چې بغلان د هېواد يو له هغو ولايتونو څخه دى چې ډېرى اوسېدونکي يې د لاسي صنايعو لکه ګیلم اوبدلو په تولید بوخت دې او له همدې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حلوي، خو وېره دا ده که د ګیلم اوبدلو صنعت همداسې ټکنی پرمخ لاړ شي، ځايي تولید کوونکي به له زیاتو ستونزو سره مخ شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *