افغانستان

د رياست الوزرا کفيل د شينوارو له قومي مشرانو سره په ليدنه کې: د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه د اسلامي امارت مسووليت دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر وړمه ورځ د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسواليو له یو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو سره وکتل.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر وړمه ورځ د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسواليو له یو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو سره وکتل.

یادو قومي مشرانو او ديني عالمانو په دغه کتنه کې ډاډ ورکړ ، چې د شینوارو قومونه به چاته اجازه ورنکړي، چې د حکومت ضد کړنې ترسره کړي.

دوی همدارنګه د ننګرهار د شینوارو په ولسوالیو کې د ښوونځيو او روغتیايي کلینیکونو د رغونې وړاندېزونه وکړل او په وینا یې، چې په تېرو څو کلونو کې د شینوارو په سیمو کې د لومړنیو خدمتونو برابرولو په برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی.

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر وویل چې د اسلامي امارت په استازولۍ د شینوارو په ګډون د ننګرهار ولايت له ټولو وروڼو قومونو مننه کوي، چې تل یې د نظام د ټينګښت په موخه همکارۍ کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ملت او حکومت تر منځ واټن ختم شوی او دا د اسلامي امارت د مسؤولینو دنده ده، چې د خلکو ستونزې، د خپلو امکاناتو په محدوده کې په وخت حل کړي.

د رياست الوزرا کفيل د شینوارو د قومي مشرانو د وړاندېزونه عملي کولو په برخه کې اړونده ادارو ته د لازمو لارښوونو ډاډ هم ورکړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *