افغانستان

د محاکمو له فيصلې پرته هېڅوک چا ته د سزا ورکولو حق نه لري

د سپېڅلي شریعت له مخې متهمینو ته د سزا ورکولو صلاحیت یواځې شرعي محکمې ته ورکړل شوی او هر څوک دا حق نلري، چې په خپل سر مجرم ته سزا ورکړي.

د سپېڅلي شریعت له مخې متهمینو ته د سزا ورکولو صلاحیت یواځې شرعي محکمې ته ورکړل شوی او هر څوک دا حق نلري، چې په خپل سر مجرم ته سزا ورکړي.

په حدودو تعزیراتو او سزاگانو باندي به مطلوب اثرات، چې د خپل رب رضا حاصلول او د جرمونو مخه نيول دي هغه مهال مرتب وي، چې د تثبيت او تطبيق جريان يې د شرعي هداياتو مطابق ترسره شي او د جرم په اندازه سزا ورکړل شي.

نوله دې امله ټولو امارتي مسئولينو او مجاهدينو ته هدايت ورکول کېږي، چې لاندې دوو خبرو ته په جدي توګه متوجه و اوسئ.

۱- هېڅوک اجازه نه لري، چې د محکمې له حکم پرته څوک په لښتو، دورو او کېبل ووهي او يا کوم بل ډول تعذيب ورکړي، مجاهدین، چې کله څوک اسیران کړي، هغه که سیاسي بنديان وي يا جنايي؛ د محکمې له پرېکړي پرته د سزا ورکولو حق نه لري

۲- هېڅوک اجازه نه لري چې د سزا د تطبيق جریان عکاسي کړي يا ورڅخه وېډيو وکړي.

له پورته خبرو تخلف کوونکی مجرم ګڼل کېږي، د اسلامي امارت ټول اړونده مسئولین خصوصاً واليان دنده لري، چې مسئولين او مجاهدین پوه کړي او هم تخلف کوونکي په خپل وخت پیدا او مسئول ارگان ته يې ور معرفي کړي،چې د شرعي اصولو او فرامينو څخه د تخلف، د نظم د اخلال او د اسلامي امارت د بدنامه کولو له امله سزا ورکړل شي، چې دا به بیا د دوی او نورو تخلف کوونکو لپاره عبرت شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *