افغانستان

اسلامي امارت د افغانستان په اړه د سیګار راپور په کلکه ردوي

د سیګار په نامه اداره، چې د امریکايي اشغال په وخت کې په افغانستان کې د امریکايي مصارفاتو د کنټرول، محاسبې او څېړلو لپاره رامنځته شوې وه، د اشغال له پای ته رسېدو وروسته يې د افغانستان په اسلامي امارت پسې د پروپاګند دنده په غاړه اخیستې ده.

د سیګار په نامه اداره، چې د امریکايي اشغال په وخت کې په افغانستان کې د امریکايي مصارفاتو د کنټرول، محاسبې او څېړلو لپاره رامنځته شوې وه، د اشغال له پای ته رسېدو وروسته يې د افغانستان په اسلامي امارت پسې د پروپاګند دنده په غاړه اخیستې ده.

یادې ادارې په وروستي راپور کې ویلي، چې اسلامي امارت له سخت امنيتي مشکل سره مخ دی او ګواکي په افغانستان کې بهرنۍ وسله والې ډلې او کورني ګواښونه زیات شوي او ځينو هېوادونو ته خطر متوجه دی.

اسلامي امارت د سیګار دغه ډول پروپاګند په کلکه ردوي، د افغانستان اسلامي امارت په وضعیت باندې بشپړ کنټرل لري او اجازه به ورنه کړي، چې هېڅ کومه ډله یا جهت افغانستان   بې امنه کړي او یا د افغانستان خاوره د بل چا په ضد وکاروي.

ټوله نړۍ په ځانګړي ډول افغانان پوهېږي، چې کوم امنیت، ثبات او استقرار د اشغال له خاتمې وروسته او د اسلامي امارت په بیا حاکم کېدو سره منځ ته راغلی افغانانو په تېرو ۴۰کلونو کې نه وو تجربه کړی.

هېڅ بهرنۍ وسلواله ډله په افغانستان کې فعاله نه ده او د داعش په نامه استخباراتي پروژه هم سخته ځپل شوې او د نابودۍ په سرحد ولاړه ده.

همدا ډول داخلي وسلوال ګواښونه هم شتون نه لري، بلکې ملت مو په بشپړه آرامۍ او سوله کې ژوند کوي.

دا، چې له اوسنې امنیت او ثبات سره سره امریکا بیا څه ستونزه لري، چې دا ډول تشویشونه خپروي؟ پروپاګند کوي؟ یا د داعش غوندې شومو پدیدوته په کمپاین بوخته ده؟ او یاهم زموږ ګاونډي او نیږدې هیوادونو ته تشویش ور اچوي؟  ښايي، چي دا په امریکا کې د ځینو ځانګړو کړیو خپلسرې کړنې وي او یا دا، چې امریکا بیا غواړي چې سیمه بې ثباته، بي امنه او ناکراره کړي، ترڅو په دې ډول له افغان ولس څخه د خپلې ماتې غچ واخلي او یا د اسلامي امارت او سیمیزو هیوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي.

امریکایانو ته مو توصیه داده، چې نور باید له افغانانو سره خپله کینه او دښمني پای ته ورسوي، افغانستان د هیچا لپاره ګواښ نه دی، بلکې برعکس اسلامي امارت غواړي، چې د امریکا په شمول له نړیوالو سره ښې او رغنده اړیکې ولري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *