افغانستان

پاکستان وايي، افغانستان د سکرو بیه په هر ټن کې ۲۰ ډالره کمه کړې

پاکستاني رسنۍ د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت په قول وايي چې پاکستان ته یې د سکرو بیه او پر صادراتو ګمرکي محصول کم کړی دی.

پاکستاني رسنۍ د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت په قول وايي چې پاکستان ته یې د سکرو بیه او پر صادراتو ګمرکي محصول کم کړی دی.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې پرون په دې اړه په یوه راپور کې ویلي چې د اسلامی امارت دا پرېکړه د پاکستان په شمالي سیمو کې د سمینټو د فابریکو لپاره ښه زېری دی او تمه کېږي چې له دې کبله به د سمینټو پر صنعت فشار کم شي.

ورځپاڼې د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت پر اساس ویلي چې په نړۍ کې د سکرو د بیې د کمېدو له کبله د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې د هر ټن سکرو بیه ۵ ډالره او د هر ټن سکرو ګمرکي محصول ۱۵ ډالره کم کړي.

پاکستاني شنونکي وايي چې دا پرېکړه به د دغه هیواد د شمالي سیمو د سیمنټو پر کمپنیو مثبت اغېز ولري.

خو یو شمېر افغان کتونکي بیا ادعا کوي چې تر دې وړاندې هم افغانستان سکاره تر نړیوالې بیې په ټیټ قیمت پاکستان ته صادرول.

ځینې نور وايي، افغانستان باید ډیر زیات سکاره هم صادر نه کړي ځکه چې که افغانستان غواړي د وسپنې او پولادو صنعت پیل کړي، سکرو ته به زیاته اړتیا لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *