افغانستان

بریتانیا زرګونو افغان کډوالو ته له هوټلونو د وتلو ضرب الاجل ټاکلی

په بریتانیا کې زرګونو هغو افغان کډوالو ته چې له افغانستانه د بهرنيوو ځواکونو تر وتو وروسته د تود هرکلي عملیاتو په ترڅ کې بریتانیا ته وړل شوي او اوس په بېلا بېلو هوټلونو کې ساتل کېږي، ضرب الاجل ورکړل شوی چې د اګېست میاشتې تر پایه له هوټلونو ووځي.

په بریتانیا کې زرګونو هغو افغان کډوالو ته چې له افغانستانه د بهرنيوو ځواکونو تر وتو وروسته د تود هرکلي عملیاتو په ترڅ کې بریتانیا ته وړل شوي او اوس په بېلا بېلو هوټلونو کې ساتل کېږي، ضرب الاجل ورکړل شوی چې د اګېست میاشتې تر پایه له هوټلونو ووځي.

په هوټلونو کې اوسېدونکي افغان کډوال وايي له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

 

بریتانوي چارواکي وايي هڅې کوي چې دا کډوال په نورو ځایونو کې مېشت کړي، خو ډېر ځله کډوال هم ورته وړاندیز شوي کورونه د بېلا بېلو دلایلو له امله نه مني.

له هوټلونو نه د افغان او نورو کډوالو د ایستلو لامل ډېر لګښت ښودل شوی دی.

عبدالغفار احمدي له خپلو ۷ بچیانو سره د تود هرکلي د عملیاتو په ترڅ کې د بریتانوي ځواکونو لخوا بریتانیا ته وړل شوی دی.

دی وايي دی او د ده په شان ګڼو نورو افغانان چې اوس په هوټلونو کې اوسېږي له یو نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي، خو ایا له دوی سره نورو ځایونو کې د مېشتولو کومه ژمنه شوې؟

په ورته مهال، په بریتانیا کې سیمه ییزې شوراګانې وايي دوی د کورونو له کمښت سره مخامخ دي او په اسانۍ په دومره ډېر شمېر کې کډوالو ته ژر کورونه نه شي برابرولی.

ډېرو کډوالو ته په بېلا بېلو ښارونو کې د کور ورکولو وړاندیزونه شوي چې ځینو منلي او ځینو رد کړي دي، چې هر یو ځان ته دلیل لري.

د یادونې ده چې له افغانستانه راوستل شوي ۱۲ زرو افغان کډوالو ته وار د مخه د بریتانیا په بېلا بېلو سیمو کې د اوسېدو کورونه ورکړل شوي او د هغو چې اوس مهال په هوټلونو کې مېشت دي شمېر اتو زرو ته رسېږي.

په بریتانیا کې د اوسېدو د کورونو د کمښت ستونزه له دې امله هم لویه ده چې هره ورځ په ګڼ شمېر کې کډوال په ناقانونه توګه په وړو کښتیو کې بریتانیا ته ځي او د پناه غوښتنې عریضې کوي.

د بریتانوي رسنیو د رپوټونو له مخې اوس مهال د افغانانو په ګډون تر ۵۰ زرو پورې کډوال په هوټلونو کې ساتل کېږي.

د رسمې شمېرو له مخې په هوټلونو کې د کډوالو ساتل هره ورځ د بریتانیا حکومت ته په شپږ میلیونو پونډو تمامېږي. له هوټلونو نه د کډوالو د ایستلو لوی لامل همدا لوړ لګښت په ګوته کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *