افغانستان

د پاکستان امنیتي ادارو لا هم د افغانانو نیولو لړۍ ته دوام ورکړی

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د اسلام آباد د امنیتي ادارو له خوا د افغانانو د نیولو لړۍ تر پخوا کمه شوې، خو لا هم روانه ده. په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، پاکستاني پولیسو په اسلام آباد کې په تازه چاپو کې ۲۵۰ افغان کډوال نیولي چې په ډله کې یې اسناد لرونکي افغانان هم شته.

په اسلام آباد کې مېشت دغه افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې واخلي وېیلي، کوم افغانان چې تېره اوونۍ کې پاکستاني پولیسو نیولي، تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی.
په اسلام باد کې د افغانستان سفارت وايي، په دا وروستیو کې د اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو پولیسو۲۵۰ افغانان نیولي او زندان ته یې لېږلي چې په ډله کې یې د اسنادو لرونکي افغانان هم شامل دي.
د افغانستان سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی له پاکستاني چارواکو سره د نیول شويو افغانانو د نیول کېدو په اړه خبرې پیل کړې چې تېره اوونۍ یې ۱۵ افغانان د اسلام اباد او ۲۵ نور په کراچۍ کې له زندانه ازاد کړي دي.
په اسلام اباد کې افغان سفارت د پاکستان پر حکومت د افغانانو د نیولو د لړۍ درولو غږ کړی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *