افغانستان

د کابینې غونډه:د ښي لاس موټرو د پېر او پلور څرنګوالی دې وڅېړل شي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د کابینې په ۳۴مه غونډه کې د اقتصاد  وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف په مشرۍ د ټرانسپورټي چارو د تنظيم کمېسيون ته ډنډه وسپارل شوه، چې د معاملو د لارښوونو د دفترونو له لارې د ښي لاس اشترنګ لرونکو موټرو د پېر او پلور د معاملاتو د ثبت او څرنګوالي موضوع وڅېړي او پايله دې، د تصميم نيونې لپاره د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

په یاده غونډه کې همدارنګه اقتصادي کميسيون ته ډنډه وسپارل شوه، چې د افغانستان بانک د (APS) چينلونو له لارې د اړونده ادارو بودجې څخه د ۳ افغانيو په بدل کې د غير مالياتي عوايدو راټولولو په اړه د ماليې وزارت غوښتنه وڅېړي او پايله دې يې، د تصميم نيونې په موخه د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د کورنيو چارو وزارت په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت، علومو اکاډمۍ او احصايې او معلوماتو ملي ادارې سربېره د يو شمېر وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون پلاوي ته ډنډه وسپارل شوه، چې د بېلابېلو ادارو په ډېټابيسونو کې د يو شمېر ولسواليو نومونه، چې په انګليسي او پښتو کې سره متفاوت دي؛ وڅېړي، حل لاره دې ورته پيدا او د تصميم نيونې لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *