مالیې وزارت د افغانستان له خلکو سره د اسلامي پراختیايي بانک د مرستې هرکلی وکړ
مالیې وزارت پرون چهار شنبه د اعلاميې په خپرولو سره، د افغانستان له خلکو سره د اسلامي پراختیايي بانک د مرستې هرکلی کړی دی.
مالیې وزارت پرون چهار شنبه د اعلاميې په خپرولو سره، د افغانستان له خلکو سره د اسلامي پراختیايي بانک د مرستې هرکلی کړی دی.
د دغه وزارت په اعلامیه کې وېیل شوي:« اسلامي پراختیایي بانک (ISDB) د افغانستان لپاره د بشرپاله مرستو صندوق (AHTF) له لارې د (8,1) میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، له شپږو نړیوالو بنسټونو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کي د خوړو خوندیتوب، د پاکو اوبو رسولو، روغتیا او کرنې په برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.»
مالیې وزارت، د اسلامي همکاریو سازمان، د اسلامي پراختیایي بانک او د اسلامي همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د دغه اقدام هرکلي او ستاینه کړې او د افغانستان له خلکو سره یې له بشري او سخاوتمندانه مرستو څخه قدرداني کړې ده.
یاد وزارت دغه راز، له هغو ټولو بنسټونو څخه چې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي؛ تمه کړې چې د ټولنې د واقعيتونو او لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره، له دغه وزارت سره په همغږۍ پروژې طرحه او ډیزاین کړي چې په شفاف ډول پلي او د خلکو شته ستونزې په حقیقي ډول حل شي.