افغانستان

د یوناما د سیاسي برخې مشر: د نېشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت فعالیتونه د ستاینې وړ دي

د ریاست الوزرا د کفیل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر د یوناما د سیاسي برخې له مشر سکاټ سمیټ او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له استازې سره وکتل.

د ریاست الوزرا د کفیل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر د یوناما د سیاسي برخې له مشر سکاټ سمیټ او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له استازې سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې د افغانستان په اړه د یوناما او نړیوال بانک پر فعالیتونو او له افغانانو سره د هغوی د مرستو پر څرنګوالي بحث شوی دی.

‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیټ ویلي: هڅه کوي په افغانستان کې د فقر ختمولو او افغانانو  ته د اساسي خدماتو د چمتو کولو په موخه له امارت سره له نږدې کار وکړي.

هغه زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه په نیویارک او بروکسل کې دوې ناستې ترسره کېږي او یوناما به د ناستو برخه وال له افغانستان سره لا ‌‌‌‌‌‌ډېرو مرستو ته وهڅوي.

هغه د نېشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت فعالیتونه ستایلي دي.

ورته مهال د نړیوال بانک استازې وویل، چې نړیوال بانک په بشري او روغتیايي برخو کې د افغانانو لاسنیوي ته ادامه ورکوي.

هغې زیاته کړه، چې په اقتصادي برخه کې د افغانستان پرمختګ د یادولو وړ دی.

په همدې حال کې مولوي ذاکر د یوناما او نړیوال بانک له مرستو په مننې ویلي چې ګڼ شمېر افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اړتیا ده چې بشري مرستې ډېرې او دوام ولري.

ذاکر زیاته کړه،چې افغانستان د کرنې، روغتیا او زېربناوو د رغولو په برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي وویل، یوناما دې د افغانستان د امنیت، اقتصادي ودې، د فساد کچې کمېدو، له نېشه يي توکو سره د مبارزې او نورو برخو کې د افغانستان رښتینی تصویر په راروانو ناستو کې له نړیوالو سره شریک کړي.

دغه راز مولوي ذاکر پر بانکي سکټور د بندیزونو لرې کول د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام یاد کړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *