افغانستان
ستره محکمه: تېر کال مو څه باندې ۱۳۴ زره دوسیې حل او فصل کړې دي
د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه وايي، چې په تېر ۱۴۰۱ هـ.ش کال کې یې په ټولنیز ډول په درېیو مرحلو (ابتدائیه، مرافعه او تمیز) کې ۱۳۴ زره او ۲۴۹ دوسیې حل او فصل کړې دي.
د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه وايي، چې په تېر ۱۴۰۱ هـ.ش کال کې یې په ټولنیز ډول په درېیو مرحلو (ابتدائیه، مرافعه او تمیز) کې ۱۳۴ زره او ۲۴۹ دوسیې حل او فصل کړې دي.سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې دوسیو کې ۱۰ زره ۵۲۰ دوسیې د ښځو د حقونو او دغه راز ۴ زره ۴۹۲ د نېشه يي توکو اړوند دي.په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز د هېواد محاکمو د ۱۴۰۱ هـ ش کال په جریان کې ۱۵۲ زره ۴۱۶ بېلا بېلې وثیقې هم اجرأ کړې دي.