افغانستان

پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو نوې لړۍ پیل کړې ده

رسنیو په اسلام اباد کې د یو شمېر افغان کډوالو په حواله خبر ورکړی، چې پولیسو یو ځل بیا د ښار په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو نیول او ځورول پیل کړي دي.

رسنیو په اسلام اباد کې د یو شمېر افغان کډوالو په حواله خبر ورکړی، چې پولیسو یو ځل بیا د ښار په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو نیول او ځورول پیل کړي دي.

ځینو دغو پناه غوښتونکو وېیلي، چې پولیسو حتی د اکبر نیازي له روغتون څخه هم یو شمېر افغانان نیولي دي.

وېیل کېږي چې پاکستاني پولیسو د تېر په څېر یو شمېر کسان د استوګنې له اسنادو او ویزو سره بندیان کړي دي.

د اسلام اباد ترڅنګ،  4د پېښور پوليسو هم په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ تېزه کړې ده.

په پېښور کې یوې افغانې مېرمنې حیدري رسنیو ته وېیلي، چې زوی یې د شپږ میاشتینۍ ویزې له لرلو سره- سره د پولیسو له لوري د پیسو اخیستو په پلمه نیول شوی.

په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منیره کاکړ وېیلي، افغان کډوال په دغه هېواد کې د پولیسو لپاره د عاید یوه سرچینه ګرځېدلې ده.

په همداسې حال کې افغان چارواکيو له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي، خو لیدل کېږي چې دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی وېیل شوی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *