اجتماعی

د نړۍ په سیاسي نقشه کې جیوپولیټیک بدلونونه

د نړۍ په سیاسي نقشه کې جیوپولیټیک بدلونونه له تیر وخت څخه تر اوسه پورې رامنځته شوي او رامنځته کیږي، ددې مقالی د لیکلو څخه عمومي موخه د نړۍ په سیاسي نقشه کې د جیوپولیټیک بدلونونو روښانه کول دي، هغه مهمې پېښې چې د نړۍ په سیاسي نقشه کې ستر بدلونونه رامنځته کړي دي د وسټفالیا تړون، د وین کنګره، وارسای د صلحې تړون ، د امپراتوریو ټوټه کېدنه او د ملګرو ملتونو د ټولنې منشور وه.

پوهیالی ګلزارعالم  «فروتن»

نچوړ:

د نړۍ په سیاسي نقشه کې جیوپولیټیک بدلونونه له تیر وخت څخه تر اوسه پورې رامنځته شوي او رامنځته کیږي، ددې مقالی د لیکلو څخه عمومي موخه د نړۍ په سیاسي نقشه کې د جیوپولیټیک بدلونونو روښانه کول دي، هغه مهمې پېښې چې د نړۍ په سیاسي نقشه کې ستر بدلونونه رامنځته کړي دي د وسټفالیا تړون، د وین کنګره، وارسای د صلحې تړون ، د امپراتوریو ټوټه کېدنه او د ملګرو ملتونو د ټولنې منشور وه.

ځانګړې نکتې: نړۍ ، سیاسي نقشه ، جیوپولیټیک

سریزه

الله (جل جلاله) د طبیعت نظام داسې خلق کړی دی چې هر څه یې د یوې ځانګړې موخې لپاره پیدا کړي دي، څرنګه چې انسان یې د عبادت لپاره پیدا کړی دی، او انسان ته یې د علم د لاسته راوړلو لپاره لپاره زیاته ترجیح ورکړی ده، همدارنګه د نبي کریم (صلی علیه وسلم) په مبارک احادیثو کې هم انسانانو ته د علم د لاسته راوړلو لپاره هڅول شوی دی، او دا ثابته شوی ده، چې د ټولنې د پرمختګ او انکشاف یوازینې لامل علم دی، یعنې د علم په وسیله انسان کولای شي چې خپلو موخو ته ځان ورسوي؛ دا چې په اوسني وخت کې د نړۍ په سیاسي نقشه کې د (۲۰۰) په شاو خوا کې خپلواک هېوادونه شتون لري، په داسې حال کې چې په تیرو پیړیو کې دغه اندازه له اوس سره کاملاُ توپیر لري هغه وخت چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان شتون نه درلوده، سترو زبر ځواکونو تل هڅه کوله چې زیاتې سیمې او هېوادونه تر خپل واک لاندې ولري.

د جیوپولیټیک کلمې پیژندنه

د جیوپولیټیک (جغرافیایي سیاست) کلمه له دوو یوناني کلمو څخه اخیستل شوی، چې (Geo) ځمکه او (Politics) سیاست ته ویل کېږي.

هغه علم دی، چې د جغرافیایې محیط اغېزې د هېوادونو پر سیاستونو مطالعه کوي او دسیاسي قدرتونو ترمنځ  د سیالیو لاملونه روښانه کوي.

د نړۍ د سیاسي نقشې د بدلونونو پلټنه

د نړۍ سیاسي نقشه تل د تغیر او بدلون په حال کې وي په تیره بیا دا بدلونونه د وستفالیا تړون ، وین کنګرې ، ورسا د سولې تړون ، ملګرو ملتونو د ټولنې منشور او د شوروي اتحاد ټوټه کېدو او په ختیځې اروپا کې د بدلونونو پر بنسټ ډیر زیات رامنځته شوي دي.

په ټولیزه توګه هغه پروسې چې د نړۍ سیاسي نقشې په تغیر او بدلون کې رول لري په لاندې ډول دي.

جغرافیایي کشفیدنې ، جګړې او جیوپولیټیکي غوره بدلونونه د امپراتوریو ټوټه کېدنه ، د بیلوالي او بیلتون غوښتنې پروسې دي.

پایله

دا چې د نړۍ سیاسي نقشه کې تل بدلونونه رامنځته کېږي او رامنځته شوي او ددغو بدلونونو لپاره زیات لاملونه هم شته چې له دغو څخه مهم یې جغرافیایې کشفیدنې ، جګړې او جیوپولیټیکي غوره بدلونونه ، د امپراتوریو ټوټه کېدنه او د بیلوالي او بیلتون غوښتنې پروسې  دا هغه لاملونه دي چې د نړۍ سیاسي نقشه کې د جیوپولیټیک بدلونونو سبب شوي دي د نړۍ په سیاسي نقشه کې د بدلونونو مهم زماني پړاوونه د وسټفالیا د تړونونو څخه وروسته چې د پروتستانت او کاتولیک مذهبونو ترمنځ یې دېرش کلنې جګړې له منځه یوړې چې دا تړونونه د مونسټراو زنابروک په ښارونو کې لاس لیک شوي د ویانا کنګره دوهم غوره بدلون چې د نړۍ په سیاسي نقشه کې د ستر بدلون سبب شو هغه د وین کنګره ده چې د ناپیلون د جنګونو په پای د جنګونو په پای او د نوموړي د سقوط په پاپله کې تشکیل شوي وه منځته راغلي دي.

ماخذونه

۱ ـــ بیدار، کریم الله (۱۳۹۸) د نړۍ سیاسي جغرافیه ، ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځی.

۲ ـــ امله وال، شیرعلم (۱۳۹۷) د نړیوالو اړیکو تاریخ، جلال آباد، مومند خپرندویه ټولنه.

۳ ـــ سبحاني، ګلاب شاه. (۱۳۹۰) د ملګرو ملتونو تاریخي بهیر او بشپړتیا. جلال آباد : مومند خپرندویه ټولنه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *