اجتماعی

د افغانستان د لیتیم زیرمې

لیتیم د سپک وزن لروونکی نقره یي فلز دی چې د بيطریو په جوړولو کې کارول کېږي چې ګرځنده تلیفونونو، لپټاپ کمپیوټرونو او برېښنایي او هایبرډ موټرونو ته انرژي چمتو کړي.

‎لیک او راټولونه: احسان الله مهجور

‎لیتیم د سپک وزن لروونکی نقره یي فلز دی چې د بيطریو په جوړولو کې کارول کېږي چې ګرځنده تلیفونونو، لپټاپ کمپیوټرونو او برېښنایي او هایبرډ موټرونو ته انرژي چمتو کړي.

په دې وروستیوو کې انګلیسي ورځپاڼې فایننشل ټایمز راپور ورکړی چې د افغانستان د لیتیم زیرمې د نورو هېوادونو د لیتیم له زېرمو سره سیالي کولای شي.

د ترکیې-جرمني پوهنتون (TAU) د اقتصاد د څانګې مشر، ایلیف نور اغلو وايي: چې لیتیم د تېلو په څېر، په چټکۍ سره په یو ستراتیژیک محصول بدلیدونکی دی.

د راپورونو له مخې، په ۲۰۱۰ کال کې په یوه سروې کې مځکپېژندوکو د افغانستان په غزني، هرات او نیمروز ولايتونو کې د لیتیم خورو ورو زېرموو ارزښت ۳ تریلیون ډالره اټکل کړی دی.

د (بلومبرګ نوې انرژي) په نامه یوه بنسټ چې د نړیوالو اجناسو په اړه ستراتیژیکې څېړنې وړاندې کوي، وايي چې په افغانستان کې د لیتیم او تر مځکه لاندې نورو کمیابه عناصرو نا استعمال شويو زېرمو کنټرول به د اروپایي ټولنې او متحدو ایالتونو ترمنځ سیالي زیاته کړي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې غړي سعید میرزاد په ۲۰۱۰ کال کې ساینس مجلې ته وېیلي وو: «که افغانستان د څو کلونو لپاره امن شي او د خپلو معدني زېرمو پراختیا ته لاره هواره کړي، د یوې لسیزې په اوږدو کې به د سیمې په کچه یو له بډایه هېوادونو څخه وشمېرل شي.»

په افغانستان کې د لیتیم زېرمې لومړی ځل په ۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد د کانونو د کارپوهانو له خوا کشف شوې. دوی دغه راز په ډېر مهارت سره دا تر 2004 پورې پټ ساتلی و، کله چې د امریکایي جیولوجستانو یوې ډلې په کابل کې د افغانستان د جیولوژیکي سروې په کتابتون کې د پخوانیوو چارټونو او معلوماتو راټولولو بوخت وو، دا راز يې راوسپړل او خپور کړ.

د امریکا متحدو ایالتونو د مځکپېژندنې ډلې د روسیې د پخوانیوو نقشو او نښو په کارولو سره، په روسيې پسې پل واخیست او د «P-3 Orion» سرویلانس الوتکې په مرسته يې د پرمختللي جاذبې او مقناطیسي اندازه کېدونکي تجهیزاتو په کارولو سره د افغانستان د معدني سرچینو هوایي سروې پیل کړه.

د نويو ساینسي موندنو پر بنسټ، لیتیم په بطریوو کې د کارونې ترڅنګ په اتومي ټیکنالوژۍ کې هم کارول کېږي او د لږ وزن او قوي تودوخې د زغم له امله د الوتکې د باډۍ په ساختماني برخو کې له المونیم او مسو سره یوځای کېږي. سربېره پردې، دا کمیابه معدني ماده په ځینو رواني درملو او د غاښونو سیرامیکونو کې هم کارول کېږي.

د لا پراخو څېړنو پر بنسټ څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي، چې افغانستان ښايي ۶۰ میلیونه ټنه مس، ۲.۲ میلیارده ټنه اوسپنه، او ۱.۴ میلیونه ټنه ترمځکه لاندې نادره عناصر لکه لانتانیم، سیریم او نیوډیمیم ولري.

د المونیم، سرو زرو، سپینو زرو، زنک (جست) او سیمآب د سترو کانونو سربیره، په غزني ولایت کې د لومړنیوو څېړنو له مخې دغه کان د (بولیویا) هېواد د زېرمو په څېر د لیتیم زېرمې لري چې ۲۱ میلیونه ټنه دي.

د سوداګرۍ د برخې کارپوهان په دې باور دي چې یوازې په افغانستان کې د لیتیم کانونو استخراج کولی شي د هیواد لپاره میلیاردونه ډالر شتمني لاسته راوړي او افغانستان له یوه بې وزله او د نورو مرستو ته اړ هېواد څخه په یوه بډایه او پرمختللي هېواد بدل کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *