افغانستان

  د افغانستان بانک:د نویو چاپ شویو بانک‌نوټونو د وېش بهیر ژر پیلېږي

په هېواد کې د زړو افغانیو له ډېرېدو سره د افغانستان بانک وايي، د روانې غبرګولي میاشتې له ۱۶مې به د نویو لس‌ګون او شل‌ګون بانک‌نوټونو د وېش بهیر پیل کړي.

په هېواد کې د زړو افغانیو له ډېرېدو سره د افغانستان بانک وايي، د روانې غبرګولي میاشتې له ۱۶مې به د نویو لس‌ګون او شل‌ګون بانک‌نوټونو د وېش بهیر پیل کړي.

د دغه بانک ویاند زیاتوي، د دغه بانک استازولۍ او نور خصوصي بانکونه مکلف دي چې د نویو پیسو له وېشنې وروسته زړې پيسې راټولې او هېوادوالو ته نوې افغانۍ ورکړي.

حسیب‌الله نوري وايي: «له څه مودې راهيسې په بازارونو کې خلکو د زړو بانک‌نوټونو له شتون شکایت درلود، د امکاناتو په برابرېدو سره د افغانستان مشرتابه پلاوي پرېکړه  وکړه چې د روانې ذی القعدې د میاشتې له شپاړسمې نېټې څخه د لسګون او شل ګون د مندرسو بانک‌نوټونه د تعویض پروسه پیل کړي.»

ورته مهال د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي، زړو بانکنوټونو صرافان هم په راکړې ورکړې کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک وايي: «موږ صرافان او خصوصي بانکونه، همدا ډول صرافان او مشتریان په همدا ډول مشکل اخته یوو، مقدار یې ډېر دی، په دې باندې د افغانستان بانک هم خبر دی، موږ هم ورته ویلي دي او دوی هم خبر دي.»

له بل لوري د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې نوې چاپ شوې پیسې بازار ته وړاندې کړي.

د کابل اوسېدونکی ځاځی وايي: «هټۍوال دی که لاس‌ګاډي والا، هېڅوک پیسې نه اخلي، په‌دې برخه کې ډېرې ستونزې دي، زموږ غوښتنه همدا ده چې باید نوې پیسې چاپ شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی کبیر وايي: «خیرات چې راټولوي، هغوی ته چې یې هم ورکړې، نه یې اخلي، وايي، دا ډېرې زړې دي؛ نو اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې نورې پیسې چاپ کړي.»

د افغانستان بانک د زړو افغانیو مشخصات په‌خپله ټویټر پاڼه کې خپاره کړي او له مخې یې هغه افغانۍ چې ظاهري بڼه کې له‌منځه تللې او یا هم کومه څنډه یې نه‌وي، زړې پیسې ګڼل کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *