د مځکې پنځمه برخه به له ژوند کولو ووځي
ساینسپوهان خبرداری ورکوي چې د مځکې په پنځو کې یوه برخه ممکن د روانې پیړۍ تر پایه له خورا خطرناکې تودوخې سره مخامخ شي.
ساینسپوهان خبرداری ورکوي چې د مځکې په پنځو کې یوه برخه ممکن د روانې پیړۍ تر پایه له خورا خطرناکې تودوخې سره مخامخ شي.
د بریتانیا د اکسټر پوهنتون د څېړونکو تازه څېړنې ښيي چې که د اقلیم په اړه د هېوادونو پالیسۍ په اوسني ډول وي، د صنعتي دورې مخکې مهال په پرتله به د مځکې تودوخه د سانتي ګراد په حساب ۲ اعشاریه ۷ درجې لوړه شي.
د ملګروملتو د اقلیمي بدلون د پلاوي د راپور له مخې، دا اندازه په کُره (مځکه) کې د اقلیمي ناورین د مخنیوي لپاره د تودوخې تر ټاکلې درجې یعني ۱ اعشاریه ۵ څخه لوړه ده.
که د مځکې تودوښه ۲ اعشاریه ۷ درجې لوړه شي، تر ۲۱۰۰ پورې به ۲ میلیارده انسانان یا د نړۍ د ټول نفوس کابو ۲۰ سلنه وګړي د خطرناکې تودوخې له کبله مجبوره شي چې خپلې مېنې پرېږدي ځکه چې نور به په هغو سیمو کې چې دوی اوسي، د ژوند کولو امکان نه وي.