جهان

هند د بریتانوي استعمار د پېر ودانۍ د پارلمان پر نوې ودانۍ بدلوي

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پارلمان نوې ودانۍ د اپوزیسیون او ډېر شمېر ګوندونو د نیوکو او بایکاټ سربېره پرانیستله.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پارلمان نوې ودانۍ د اپوزیسیون او ډېر شمېر ګوندونو د نیوکو او بایکاټ سربېره پرانیستله. د هند د پارلمان پخوانۍ ودانۍ، چې په دغه هېواد کې د بریتانوي استعمار له دورې سره تړاو لري او نژدې یوه پېړۍ پخوانۍ ودانۍ ده، د موزیم لپاره ځانګړې شوې. مودي په دې پرانیست غونډه کې وویل: «دا يوازې ودانۍ نه ده. دا د یو میلیاردو ۴۰۰ میلیونه هندیانو د هیلو انعکاس دی. دا زموږ د ډیموکراسۍ معبد دی او نړۍ ته د هند د هوډ پیغام په ډاګه کوي.»

د هند د اوسني حکومت پر وړاندې د لوی ګوند او اپوزیسیون مشر راول ګاندي خپل ټویټ کې لیکلي: « مودي د پارلمان پرانیسته په دا ډول وکړه لکه د تاج پوښۍ غونډه چې وي.»تېره اونۍ د هند ۱۹ ګوندونو د پارلمان پرانیست غونډه بایکاټ کړه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *