افغانستان

حقاني:نړۍ باید د افغانانو په راستنولو کې مرسته وکړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، نړۍ ته په کار ده چې له افغانانو سره بنسټیزې مرستې وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، نړۍ ته په کار ده چې له افغانانو سره بنسټیزې مرستې وکړي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په کابل کې پر اړمنو مېرمنو د مرستو د وېش په غونډه کې وېیلي چې افغانان په سخت وضعیت کې دی او نړۍ ته په کار ده چې دوی له ياده ونه باسي.نوموړي زياته کړې،چې نړۍ باید له اړمنو افغانانو سره د بنسټیزو ستونزو په حل کې مرستې وکړي. هغه زیاته کړې، نړۍ باید کډوالۍ ته د افغانانو د اړ ایستلو پرځای خپل هېواد ته د هغوی په راستنولو کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي. د نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي اوچا هم له افغانانو سر پر مرستو ټینګار کړی وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *