افغانستان

د ۱۴۰۲لمریز کال ملي بودجه به ژر اعلان شي

د روان ۱۴۰۲ مالي کال څه باندې دوې میاشتې تېرې شوې، خو لاهم ملي بودجه د حکومت له خوا نه ده تصویب او توشیح شوې.

د روان ۱۴۰۲ مالي کال څه باندې دوې میاشتې تېرې شوې، خو لاهم ملي بودجه د حکومت له خوا نه ده تصویب او توشیح شوې.

اسلامي امارت وایي چې په لنډ وخت کې به بودجه توشیح او ادارو ته په واک کې ورکړل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد کلید راډیو ته ووېیل چې بودجه د تشکیلاتو د جوړولو له کبله ځنډېدلې او اوس په وروستیو پړاوونو کې ده:

«د بودجې اکثره کار شوی او لږ انتظار غواړي، ځکه خبره په تشکیلاتو کې وه چې تشکیلات نهایي شي، بیا بودجه ښه اټکل کېدلای شي، خو په وروستۍ مرحله کې ده انشاءالله چې دا ستونزه به حل شي.»

په ورته وخت کې د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل هم وویل چې لاهم بودجه نه ده توشیح شوې، خو معاشونه او نور عادي لګښتونه هم نه دي ځنډېدلي.

حقمل زیاته کړه چې د وري اوغویي میاشتو ټول معاشونه هم ټولو دولتي کارکوونکو ته ورکړل شوي دي.

خو د چارو کارپوهان که څه هم د بودجې په مسلکي او دقیقه توګه جوړولو ټینګار کوي، خو وایي هرڅومره ژر چې شونې وي باید بودجه پاس شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وایي، د بودجې پر وخت تصویب او توشیح هم د ښو خدمتونو په وړاندې کولو او هم د خصوصي سکټور پر چارو مثبته اغېزه کوي:

«که بودجه څومره ځنډېږي او د حکومت له لوري نه تصویبېږي، خدمتونه او پراختیايي پروژې په ټپه درېږي او کله چې انکشافي پروژې په ټپه ودرېږي، هم خصوصي سکټور زیان ویني او هم خلک بې‌روزګاره کېږي.»

د اقتصادي چارو بل کارپوه تاج محمد تلاش هم وایي چې د بودجې د تصویب ځنډېدل د هېواد په اقتصادي نظام باندې منفي اغېز کولای شي.

د یادولو وړ ده چې په تېرو کلونو کې به د بودجې لویه برخه بهرنیو مرستو جوړوله، خو په تېرو دوو کلونو کې چې بهرنۍ مرستې ځنډېدلې، ملي بودجه ټوله له کورنیو عوایدو څخه جوړیږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *