افغانستان

ناچاوده توکي د افغان ماشومانو ژوند اخلي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا ویلي چې تېر میلادي کال په افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله له ۷۰۰ څخه زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا ویلي چې تېر میلادي کال په افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله له ۷۰۰ څخه زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

یادې ادارې تېره ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېر کال هره ورځ په افغانستان کې دوو ماشومانو ته د ناچاودو توکو په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

اوچا دا نه ده روښانه کړی چې په دغو ماشومانو کې څومره یې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره دا خبر په داسې حال کې ورکوي چې لاهم د افغانستان په ګڼ شمېر سیمو کې له تېرو دوو لسیزو جګړې څخه پاتې ناچاوده توکي شته چې هره ورځ د هېوادوالو ژوند ګواښي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *