جهان

له اوکراين سره د جرمني د وسلو مرسته

د اوکراین جمهور رییس ولادمیر زیلنسکي پرون د ایټالیا پلازمېنې روم ته ورسېد. نوموړي وېیلي چې په جرمني کې به له بېلابېلو چارواکو سره پر کتنې سربېره له اوکراین سره د وسلو او تجهیزاتو مرسته وشي.

د اوکراین جمهور رییس ولادمیر زیلنسکي پرون د ایټالیا پلازمېنې روم ته ورسېد. نوموړي وېیلي چې په جرمني کې به له بېلابېلو چارواکو سره پر کتنې سربېره له اوکراین سره د وسلو او تجهیزاتو مرسته وشي. د جرمني دولت پلان لري چې اوکراین ته د ۳ ميلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او نور نظامي تجهیزات ورکړي چې دا له کییف سره د جرمني تر ټولو ستره نظامي مرسته ده.تر دې وړاندې د اوکراین جمهور رییس ایټالیا ته هم تللی و.نوموړي په ویډیویي پیغام کې وېیلي چې ایټالیا ته په سفر کې یې د دغه هېواد مالي او نظامي ملاتړ تر لاسه کړی دی.
که څه هم اوسمهال د اوکراین په بېلابېلو برخو کې د روسي او اوکرایني سرتېرو تر منځ سخته جګړه روانه ده، خو لاهم روسان پر دې نه دي توانېدلی چې د اوکراین باخموت او یو شمېر نور ښارونه ونیسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *