افغانستان

د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي پلاوي سرپل ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سلاکار مولوي محمد حکمت په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سلاکار مولوي محمد حکمت په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ.
د دغه پلاوي غړو د سرپل له والي محمد یعقوب عبدالرحمن او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو سره په کتنه کې د کانونو برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د پلانونو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
د سرپل والي او نورو سيمه ييزو مسوولينو له یاد پلاوي سره ژمنه وکړه، چې د کانونو د استخراج په برخه کې به له ملي پراختيايي شرکت سره همکاري وکړي.
سرپل یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د قشقري د تېلو، بلخاب د ډبرو سکرو او کوهستانات په څېر بډایه کانونه لري.
د یادونې وړ ده، چې دغه پلاوي د بلخاب د ډبرو سکرو کان د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *