افغانستان

د(ګډ امنیتي تړون سازمان) غونډې له افغانستان سره پر ګډې همکارۍ او مرستو بحث وکړ

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست جمال ناصر غروال د روان لمریز کال د غوايي په ۷مه، نېټه د (ګډ امنیتي تړون سازمان یا سازمان پیمان امنیت جمعي) د سکرتریت په رسمي بلنه د یاد سازمان په ځانګړې امنیتي غونډه کې ګډون وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه غونډه د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسایلو سربېره له اسلامي امارت سره د تروریزم او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د سیمې هېوادونو پر همکارۍ ټینګار او له افغانستان سره پر بشري مرستو بحث او خبرې اترې شوې دي.
ضیاء احمد زیاته کړې، چې په دې غونډه کې جمال ناصر غروال د وینا پرمهال د هېواد پر سیاسي جوړښت، ډاډمن امنیت، د نا امنۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې سربېره د هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه هم خبرې کړي او د غونډې د ګډونوالو د اندېښنو په اړه یې هغوی ته ډاډ ورکړی دی.
په یاد سازمان کې دمګړۍ ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، روسیه او تاجیکستان غړيتوب لري او دا لومړی ځل دی، چې د افغان حکومت له لوري یو لوړ پوړی استازی د دوی په غونډه کې ګډون کوي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *