سخن انیس

د دوحي غونډه دې د اسلامي امارت لاس ته راوړنې له پامه نه غورځوي

افغانستان تل دنړيوالو سياسي سياليو په وړاندي بې پري او ناپيلي دريځ غوره کړي هڅه يې کړي چې دسيمي اونړۍ په کچه دهېوادو سره دنړيوالو منل شويو قوانينو له مخي اړيکي ټينګي او دمتقابلو ګټو دخونديتوب له پاره لار هواره کړي.

افغانستان تل دنړيوالو سياسي سياليو په وړاندي بې پري او ناپيلي دريځ غوره کړي هڅه يې کړي چې دسيمي اونړۍ په کچه دهېوادو سره دنړيوالو منل شويو قوانينو له مخي اړيکي ټينګي او دمتقابلو ګټو دخونديتوب له پاره لار هواره کړي. خوپه خواشيني سره ويلي شو چې لويو غوښتونکو هېوادو دپردي پالو ګوډاګيانو په واسطه دخپلو ګټو دخونديتوب له پاره پرته له دي چې د افغانانو تاريخي پاڼي ولولي وسله وال تيري وکړو چې افغانان يې يوځل بيا دتاريخي آزمايښت سره مخامخ کړل. افغانانو دخپلو نيکونو او پلرونو څخه دراپاتي شوي خپلواک هېواد د دين د ادا کولو په خاطر خپله زنګ وهلي او له کاره لويدلي ټوپک بياترغاړي او دهېواد دخپلواکۍ او آزادي له پاره يې ملاوتړ له ډيرو نړيوالو هېوادو ددي تمه نه درلوده چې افغانان به دنړۍ د زبرځواکونو سره په جګړه کې بري ترلاسه کړي. خو دهېواد ميشت مسلمان وکړي چې پرهرقوم پوري تړلي ؤ په هېوادني ميني را ټول او دتيري کوونکو اشغالګرو ځواکونو په وړاندي يې دجهاد بيرغ اوچت کړو.
څرګنده ده چې دنړۍ دزبرځواکونو سره په جګړه کې ستونزو شتون درلود ځکه په تش لاس او هيڅ امکاناتو دنړۍ په عصري او پرمختللو وسلو سمبال ځواکونو سره مقابله ستونزمنه ښکاريده. خو دالله(ج) په مرسته او دهېوادوالو په ملاتړ دنړۍ زبرځواکونه داسي زليله او شرمنده شول چې اوس د اسلامي امارت په وړاندي دشرميدلي ماتي له مخي ډول ډول دسيسي او ستونزي جوړيږوي چې تردي مهاله يې دستونزو او خڼډونو په وړاندي افغانانو هېوادني حوصله له لاسه نه ده ورکړي او دهري ورځي په تيريدو سره د اسلامي امارت ستني لاپسي مضبوطيږي. چې دا مهال يې لاس وهونکي هېوادونه د زغم حوصله نه لري او دنورو ستونزو د را پيدا کيدو په لټه کې دي. اسلامي امارت دخپل سوله ييز دريځ له مخي دنړيوالو سره دتعامل او ديپلوماتيکو اړيکو له پاره غيږ پرانستي پريښي وړاندوينه کوي چې تيري کوونکي هېوادونه دي د افغانانو په کورنيو چارو کې دلاس وهني څخه لاس واخلي ځکه تردي دمه دلاس وهونکو هېوادو موخي ترلاسه نه شوي اوپه راتلونکي کې به هم هغه غوښتني چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره سمون ونه لري ترلاسه نه کړي افغانان ديوه خپلواک هېواد په توګه تمه لري چې نړيوال به دلاس وهونکو هېوادو دناوړه لارښوونو او وړاندوينو سره همغږي پاي ته ورسوي او د خپلواکو هېوادو په توګه به د اسلامي امارت سره ديپلوماتيکي اړيکي ټينګي کړي. هيله ده چې د دوحي غونډه چې دملګرو ملتونو دسرمنشي په مشري جوړيږي توپيريز چلند ونه شي ځکه اسلامي امارت چې دامهال دهېواد په لويشت لويشت واکمن دي ديوه قانوني حکومت په توګه يې دملګرو ملتونو ټول اصول پوره کړي بايد د رسميت پيژندني په هکله يې نوري پلمي پاي ته ورسيږي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب اسلامي امارت ته وسپارل شي ترڅو د نړيوالو سره ديپلوماتيکو اړيکو پيوند رامنځ ته او اوسني بي باوري چې دځينو مافيايې کړيو دناوړه تبليغاتو له امله رامنځ ته شوي له منځه ولاړه شي او دباور فضا رامنځ ته شي.
غوره به وي چې په داسي نړيوالو غونډو کې د اسلامي امارت استازو ته بلنه ورکړل شي ترڅو په هېواد کې د رامنځ ته شوي بدلون اولاس ته راوړنو په هکله کره معلومات وړاندي شي. په دوحه کې جوړيدونکي غونډه بايد د افغانانو له پاره دستونزو او ګواښوني لامل ونه ګرځي ځکه افغانستان دملګرو ملتونو ديوه غړي هېواد په توګه حق لري چې په خپلو چاروکې آزاد او خپل برخه ليک پخپله وټاکي هيله ده چې د دوحي د راتلونکي غونډي ګډوانوال د ا اسلامي امارت څخه د افغانانو دملاتړ او درامنځ ته شوي سولي په هکله ځانونه نانګاره نه کړي اوپه افغانستان کې دشتو واقعيتونو په نظرکې نيولو سره خپلي وړاندويني شريکي کړي. پوهيږو چې د افغانستان دسولي او امنيت دښمنان به دغونډي دګډنوالو د انديښنو د را پيدا کيدو هڅي وکړي خو ګډونوال بايد په ټوله کې په افغانستان کې دميشتو وګړو عقيدتي اسلامي ارزښتونو ته په کتو سره داسي څه ونه کړي چې افغانانوته ديوي بلي جګړي د رامنځ ته کيدو دروازه پرانيزي ځکه د اسلامي امارت مجاهدينو دهېواد د خپلواکۍ او اسلامي ارزښتونو دپلي کيدو له پاره بې شميره قرباني ورکړي چې هيڅ وخت يې تاريخ نه شي هيرولي هيله ده چې ددي وروسته د افغانانو په کورنيو چاروکې لاس وهنه بنده شي اولاس وهونکي هېوادونه دبنديزونو او فشارونو دلټون لاري چاري وتړي او د اسلامي امارت سره د ديپلوماتيکو لارو څخه خپلي اړيکي ټينګي ترڅو ټولی را پيدا شوي انديښني پاي ته ورسيږي.
متين

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *